د لاس رسي وړ اتصالات

افغان تلیکام د جي ایس ایم، ٣ جي تکنالوژي پیل کړه


د افغانستان ولسمشر وايي په خپل هیواد کی د مخابراتي تکنالوژۍ د ښه پرمختګ نه خوشحاله دی خو وایي افغانان باید دغه تکنالوژي د اخلاقي اصولو سره سمه وکاروي.

ښاغلي کرزي نن په کابل کې د افغان تلیکام د شرکت د جي ایس ایم د ٣ جي سیستم افتتاح کړ او ددې شبکې د پیل په مراسمو کې یې د موبائیل تلیفون له لارې د افغان تلکم د شرکت سره د ویدیو کال اړیکه ونیوله.

دا شبکه چې د سلام په نوم یادیږي د پنځه شپیته میلونو ډالرو په پانگه جوړه شوې او خلک کولای شي یو جي بي انترنیت په ارزانه بیه یعنی په پنځو امریکایي ډالرو واخلي.

ښاغلي کرزي ددې پروژې د پیل په مراسمو کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزارت څخه معلومات ترلاسه کړل او ویې ویل چې د حکومتدارۍ په سیستم کې د شفافیت او چټکتیا په مقصد د الکترونیکي حکومتدارۍ د سیستم د رامنځ ته کیدو پلوي دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر امیرزي سنگین په دې غونډه کې وویل چې د یوې اونۍ په ترڅ کې به د افغانستان ولایتونه د جي ایس ایم او ٣ جي له سیستم سره وصل شي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په ټول هیواد کې دغه سیستم فعال شي.

هغه زیاته کړه چې دا مهال د هیواد نږدي ټول وګړي ګرځنده تیلفونونه لري چی په کې د نوې تکنالوژۍ نه هم کار اخیستل کیږي.

د انترنت په برخه کې افغانستان دوه کاله مخکې د تري جي تکنالوژي راوسته او اوس د هیواد نیمایي وگړي ددغو خدماتو نه گټه اخلي.

بلخوا افغان چارواکي وایي چې په نوري فایبر کې سل ملیونه ډالره پانگونه شوې خو اوس د کال ۶۰ ملیون ډالره تر لاسه کوو.

د نوري فایبر نه په ګټی اخیستو پخوا د یو میګابایت انترنټ بیه خورا لوړه وه، خو اوس راټیټه شوې ده.

الکترونیکی تذکره او د سپوږمکۍ درلودل هم د ټکنالوژې په برخه کې د افغانستان غټې لاس ته راوړنې دي چې د ځمکې په مدار کې د افغانستان لپاره د ځانگړې شوې سپوږمکۍ د کار په مټ به د هیواد ټول انالاګ سیستم تلویزیونونه په دیجیټل سیستم بدل شي.

د دیجیټل سیستم په پیل سره به لیدونکي او اوریدونکي په خپلو تلویزیونونو کې د غږ او تصویر ښه کیفیت ترلاسه کړي.


د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین وايي د افغان تلیکام شرکت چې د تري جي سیستم یې افغانستان ته راوړی دی پّه خپلو پښو ولاړ یو افغاني شرکت دي.

دغه شرکت په کال ۱۳۸۴ کې پرانستل شو او ټولې چاری یې د افغانانو له خوا پرمخ بیول کیږي.

د تري جي سلام پروژه به په لومړي سر کې یولسو ولایتونو او شپږ میاشتې وروسته د هیواد ټولو ولایتونو ته پراخه شي.
  • 16x9 Image

    بهارت صابر

    بهارت صابر له ٢٠١٠ کال راهیسې په کابل کې د امریکا غږ سره د خبریالې په حیث کار کوي. بهارت صابر د بي بي سي او په افغانستان کې د نورو تلویزوني، راډیويي او چاپي رسنیو سره هم د کار تجربه لري.
XS
SM
MD
LG