د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې واورو او ساړو ٢٨ کسان وژلي دي


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د طبعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي چې د تېرو ورځو د واورو اورښت او د سړې هوا توپانونو په ۹ ولایتونو کې ۲۸ تنه وژلي دي.

د افغانستان د طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې د عملیاتو د چارو مشر احمدالله نافع امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي دي چې دا کسان په تېرو اوو ورځو کې په ۹ ولایتونو کې وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې په دغو وژل شوو کسانو کې ۷ تنه یې د بدخشان د کوف اب په ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۵ تنه په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د واورو د اورښت او سړې هوا له امله وژل شوي دي.

د بدخشان ولایت مرستیال خبریالانو ته ویلي دي چې د کوف اب په ولسوالۍ کې د واورو اورښت لا هم دوام لري او د مرکز سره د ولسوالۍ سړک د واورو اورښت له امله بند شوی چې ورسره په دغه ولسوالۍ کې بیوزلو کورنیو سره د حکومت د مرستو پروګرام هم ځنډیدلی دی.

که څه هم چې په کابل کې د هوا د اټکل اداره نن د افغانستان په ډیرو برخو کې د واورې د اورښت د درېدلو خبرور کړی دی خو لا هم په ځینو شمالي ولایتونو کې د اورښت امکانات شته او هوا لا هم سړه ده.

د تېرو ورځو واورو اورښت د کابل او د شمالي ولایتو ترمنځ غزیدلي د سالنګ لویه لاره هم د مسافرو په مخ بنده کړي ده.
XS
SM
MD
LG