د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشرۍ د کاندید قطب الدین هلال سره ځانگړې مرکه


د جمهوري ریاست کاندید قطب الدین هلال
د جمهوري ریاست کاندید قطب الدین هلال
ښاغلی هلال وایي، مشورتي لوی جرگې په یو دیرش مادو کې خپله پریکړه ورکړې او دوه نیم زره کسانو کومې خبرې چې کړي هغې ته باید توجه وشي، په هغې کې پوره دیارلس مادې داسې دي چې باید ورته توجه وشي.

« نو دا تړون د مشورتي شورا د فیصلو په رڼا کې د ملک د مصالحو، اسلامي او دیني مصالحو په رڼا کې د پارلمان دنده وظیفه ده، د رئیس جمهور دنده وظیفه ده چې تصمیم ونیسي نه زما دنده.»

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره د اشنا تلویزون د ځانگړو مرکو په پیل کې قطب الدین هلال د خپل انتخاباتي کمپاین او د خپل سیاسي لرلید له مخې د امریکاغږ آشنا رادیو تلویزیون هر اړخیزو پوښتنو ته د ځوابونو په لړ کې یو لړ څرگندونې کړې دي.

ښاغلی هلال وایي که ټاکنې وگټي نو د بشري حقونو سرغړونکي به محاکمې ته کش کړي، د اداري فساد سره به ټینگه مبارزه وکړي، د گمرکونو وضیعت به ورغوي، د کانونو استخراج او د برښنا تولید ته به پاملرنه وکړي او د هیوادوالو روغتیایي خدمات به بهتر کړي.

قطب الدین هلال ٦٢ کلن دی، د پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی او په ساختماني انجینرۍ کې یې لیسانس اخیستی دی.

د کار په تجربه کې د اسلامي حزب د سياسي کمیټې رئیس او د د گلبدین حکمتیار د صدرارت په وخت د هغه مرستیال تیر شوی دی.

مرستیالان یې عنایت الله عنایت او محمدعلي نبي زاده دي.

ښاغلي هلال د امریکا غږ د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د انتخاباتي کمپاین د لگښتونو په هکله وویل:

د جمهوري ریاست کاندید قطب الدین هلال
« زمونږ لگښتونه په هماغه چوکاټ کې دي کوم چې د ټاکنو کمیسیون را ته ټاکلي دي. زه خپله هم د پیسو او جایدادونو خاوند نه یم او په کابل کې تر اوسه خپل شخصي کور هم نلرم او زه به دومره مصرف کوم چې توان یې لرم او یا خلک را سره مرسته کوی.»
د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې له کومو ولایتونو نه طمع لرئ چې رایې به درکړي او په ځانگړې توگه له کومو خلکو څخه؟

قطب الدین هلال
« زه خو یو د افغانستان په اسلامي حزب پورې تړاو لرم البته له ډیرې مودې راهیسې له دری څلویښت کالونو را پدیخوا، نو دا حزب اسلامي په ټول افغانستان او ټولو اقوامو کې خپور شوی حزب دی، زما خو امید دادی چې خپل حزبي وروڼه به مې چې ما پیژني او ډیر ښه مې پیژني رایه را کړي. دوهم زما مجاهد اولس او دریم هغه عام خلک چې بدلون غواړي، تغیر غواړي او رښتنی اسلامي بدلون غواړي، نو زه امیدوار یم چې دا خلک به ماته رایه را کړي.»

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا سره مو د امنیتی تړون په هکله نظر څه دی ښاغلی هلال وایي:

د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره د امریکا غږ ځانگړې مرکې
please wait

No media source currently available

0:00 0:12:18 0:00

« امنیتي تړون چې دلته ورته بي اس ای، وایي دا د ستراتیژیک تړون برخه ده. هغه تړون چې یو کال او څه زیات وخت دمخه امضا شوی دی، د امریکا او افغانستان د حکومت ترمنځ دا یې یوه برخه ده. په دې هکله هم څو ځله مذاکرات شوي دي د حکومت او د امریکا ترمنځ. په څه نکاتو توافق هم شوی، لکه څنگه چې د رئیس جمهور له خولې مونږ واوریدل چې د جان کېري سره څه توافقاتو ته ورسیدم او څه تضمینات ترلاسه شول. خو بیا هم ددې لپاره چې پوره وضاحت وشي دا مسله رئیس جمهور مشورتي لوی جرگې ته حواله کړه، هغې (جرگې) هم یو دیرش ماده یي خپلې فیصلې ورکړې چې په هغه کې هم بعضې موادات داسې دي چې هغې ته باید توجه وشي. د دوه نیم زره کسانو کومې خبرې چې کړي هغې ته باید توجه وشي، په هغې کې پوره دیارلس مادې داسې دي چې باید ورته توجه وشي. نو دا تړون د مشورتي شورا د فیصلو په رڼا کې د ملک د مصالحو، اسلامي او دیني مصالحو په رڼا کې د پارلمان دنده وظیفه ده، د رئیس جمهور دنده وظیفه ده چې تصمیم ونیسي نه زما دنده.»


د ټولې مرکې لپاره تاسې کولای شئ چې د ویدیو په فایل باندې کلیک وکړئ.
XS
SM
MD
LG