د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: په افغانستان کې د سولې د راتلو امکان شته


په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز
په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز
په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي چې باور لري چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سوله راتلی شي.

خو ښاغلی عزیز دا خبره هم کوي چې په افغانستان کې د سولې د راتلو امکان په هغه صورت کې شته چې د کابل حکومت په خپل دریځ کې څه «نرمښت» راولي

باور کیږي چې د طالبانو مشران دې په پاکستان کې پټ وي، چې د هغه ځای نه په افغانستان کې د یاغیانو لارښوونه کوي.

دا هم ویل کیږي چې د پاکستان په پوځ کې داسې کسان شته چې د طالبانو ملاتړ کوي.

که څه هم د پاکستان حکومت دا خبره نه مني چې د طالبانو ملاتړ کوي، خو دا پاکستان و چې په ۱۹۹۰ یمو کلنو کې یې د طالبانو مرسته وکړه چې کابل ونیسي.

ولسمشر کرزی هم د ډیر وخت راهیسې هڅه کوي چې په پاکستان فشار راوړي چې د خپل نفوذ نه کار واخلي او طالبان خبرواترو ته تیار کړي. خو طالبان بیا په وار وار ویلي دي چې تر هغو پورې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي، دوی به خبرې اترې و نه کړي.

اوس چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو وخت رانږدې کیږي، داسې اندیښنې پیدا شوي چې افغان امنیتي ځواکونه به د دې توان و نه لري چې د طالبانو په مقابل کې دې ودریږي. د ۲۰۱۴ کال په پای کې به د افغانستان نه نړیوال ځواکونه ووځي.

په ملي امنیت او بهرنیو چارو کې، د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي چې اوس هم د دې امکان شته چې په افغانستان کې دې سوله راشي.

هغه چې د یکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې خبرې کولې وویل: «طالبانو وار له مخې لا د افغانستان په ځینو ولسوالیو کې خپل واک ټینک کړی دی. خو د پاکستان ارزیابي دا ده چې دغه ډله نه شي کولای چې، د نړیوالو ځواکونو د وتلو نه ورسته، د ټول هیواد واک په خپل لاس کې ونیسي.»

سرتاج عزیز وايي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو شمیر اوس ۳۵۰۰۰۰ کسانو ته رسیږي او د طالبانو خلاف ډلې، چې د ۲۰۰۱ کال نه مخکې یې د طالبانو سره جګړه کوله، هم پیاوړي شویدي.

ښاغلی عزیز وايي چې دغه د دې سبب کیدای شي چې طالبان دې په نورو لارو چارو غور وکړي ترڅو د سیاسي روغې جوړې له لارې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سلاکار د افغانستان د حکومت نه وغوښتل چې په خپل دریځ کې نرمښت راولي او داسې وړاندیز دې وکړي چې طالبان دې ته وهڅوي چې د سولې په پروسې کې برخه واخلي.

د پاکستاني طالبانو سره خبرې

سرتاج عزیز همداراز دې ته هم اشاره وکړه چې د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو خلاف د زور څخه کار اخیستل نه ردوي. هغه خبرداری ورکړ چې په پاکستان کې افراطیت د پاکستان موجودیت د خطره سره مخامخ کړی دی.

هغه وویل: «دغه ډیره مغلقه موضوع ده او ساده ځواب نه لري دا ځکه چې موږ پخوا څو وارې د طالبانو سره د سولې موافقتنامې درلودي خو عملي نه شوي. وسله والو خپلې ژمنې پرځای نه کړي.

«او هرکله چې تاسو غواړي خبرې اترې وکړی نو د غښتلي ، نه د ضعیفه، دریځ څخه وکړی. زه داسې احساس کوم چې لږترلږه په تیرو اوه میاشتو کې موږ د افراطیت د ختمولو لپاره، د تروریزم خلاف د جګړې د ستراتیژۍ په اساس . . . کار کړی.»

د پاکستان حکومت یو څلور کسیز هییت ټاکلی چې د طالبانو سره خبرې وکړي. پاکستاني طالبانو هم یو شمیر کسان نومولي دي چې په خبرواترو کې برخه واخلي.

خو په دې اړه اوس هم شک شته چې په پاکستان کې دې د سولې خبرې اترې کامیابه شي. د پاکستان دننه، د نواز شریف په حکومت باندې مترقي قوتونه او د مدني ټولنې ډلو سخت انتقادونه کړيدي چې ولې یې د سولې خبرې د یوې داسې ډلې سره پیل کړي چې غواړي په زوره د اسلام نه خپل تعبیر په خلکو باندې وتپي.
XS
SM
MD
LG