د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو حکومت ته درانه شرطونه ایښي دي


د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې
د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې خبرې
پاکستاني طالبانو ویلي چې که اسلام آباد له دوی سره په رښتیا د خبرو نیت لري، نو کابو څلور زره طالب بندیان دې خوشې، او شرعي نظام دې پلی کړي.


سره له دې چې له وزیرستان څخه راستون شوي پلاوي له طالبانو سره خپلې وروستۍ خبرې بریالۍ وبللې، خو وایي هغه شرطونه چې طالبانو د خبرو د پیل لپاره حکومت ته ایښي دي، د سولې د مذاکراتو لپاره یې هیلې ټکنۍ کړې دي.

مولانا سمیع الحق چې طالبانو هغه خپل باوري شخص معرفي کړی، د دوشنبې په ورځ په اکوړه خټک کې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو له لوري د ټاکل شوې کمیټې دوه غړي مولانا یوسف شاه او مولانا عبدالحسیب دوه ورځې په شمالي وزیرستان کې له طالبانو سره کتلي چې د هغه په وینا، پایله یې ښه وه.

مولانا سمیع الحق
« دغه دوه تنه وړمه ورځ هلته ولاړل. دا غونډه د شمالی وزیرستان په یوې نا معلومې او لیرې پرتې سیمې کې چې له میرانشاه څخه څلور ساعته د لارې مزل دی، تر سره شوه. غونډې تقریبآ تر سهاره پورې دوام درلود. د خدای په فضل، دا خبرې اترې ښې پایلې او غبرگونونه له ځانه سره لري.»

که څه هم مولانا سمیع الحق د خبرو اترو په هکله خوشبیني وښوده، خو وروسته معلومه شوه چې طالبانو حکومت ته درانه شرطونه ایښي دي.

برسیره پر دې چې طالبانو د خپلو ټولو بندیانو خوشې کیدل او له قبایلي سیمو څخه د پوځیانو د پرشا کیدو غوښتنه کړې، دا یې هم ویلي چې په ټول پاکستان کې دې اسلامي شریعت جاري شي، په ټولو کچو دې تعلیمي نصاب اسلامي شي، په بانکونو کې دې د سود سیستم بند شي، او پاکستاني پوځ دې له امریکا سره همکاري پای ته ورسوي.

د افغانستان غبرگون
د پاکستان د حکومت او د هغه هېواد د طالبانو ترمنځ د نویو غیر مستقیمو خبرو اترو لړۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوه.
د دغو مذاکراتو له پیل وروسته، د افغانستان د وزیرانو شورا د پاکستان د طالبانو د تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د سولې د مذاکراتو د پیل هرکلی وکړ او سوله یې د سیمې د خلکو د بنسټیزو حقوقو او د دوی د پرمختګ لپاره اساسي شرط وباله.

د افغانستان د وزیرانو شورا پر افغاني طالبانو هم غږ وکړ چې د خپل وطن او ټولې سیمې د سولې او ثبات لپاره د اسلام د ارشاداتو سره سم د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل کړي.

بل پلو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې له طالبانو سره د پاکستاني حکومت د خبرو د لړۍ پیل دا څرگندوي چې که اسلام آباد وغواړي، نو کولای شي له افغان طالبانو سره هم تماس ونیسي او له هغو سره د افغان حکومت د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

خو په بهرنیو او امنیتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم ستر سلاکار سرتاج عزیز وایي چې د افغانستان حکومت هم باید له طالبانو سره د خبرو لپاره یو څه انعطاف وښیي.

د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

ښاغلي عزیز د طالبانو قوت ته په اشارې سره وویل: « طالبانو د افغانستان په ځینو برخو کی خپل حاکمیت په اثبات رسولای خو د پاکستان ارزونه داده چې دا ډله د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، د ټول هیواد د کنترول توان نه لري.»

داسې ویل کیږي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان په پوځ کی د ځینو عناصرو د ملاتړ پر بنسټ، په افغانستان کې بریدونو او تاوتریخوالو ته لمن وهي.

اسلام آباد د طالبانو څخه د ملاتړ کولو تور رد کړی، که څه هم چې په نولسوه نویمه لسیزه کې یې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو په برخه کې له هغوی سره ډیره مرسته کړې وه.
XS
SM
MD
LG