د لاس رسي وړ اتصالات

قیوم کرزی: سیاست یې د حامد کرزي سره توپیر لري


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالقیوم کرزی

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالقیوم کرزی

د جمهوري ریاست کاندید عبدالقیوم کرزی واېي د خپل ورور جمهور رئیس حامد کرزي سره په ژوند، سیاست او د هیواد په جوړونه کې یو شان نظر نه لري.

د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره د امریکا غږ د ځانگړو مرکو د لړۍ دوهمه مرکه د عبدالقیوم کرزي سره ده چې خپله کړنلاره یې څرگنده کړې.

ښاغلي کرزی ۵۷ کلن دی. هغه په حقوقو او سیاسي علومو کې له امریکا څخه لیسانس ترلاسه کړی دی. ښاغلی قیوم کرزی د ولسي جرګې غړی و. هغه په امریکا کې د شخصي سوداګرۍ خاوند هم دی.

د جمهوري ریاست کاندید عبدالقیوم کرزي، وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي د خپلو مرستیالانو په توګه نومولي دي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې په تیرو دیارلسو کالونو کی ستاسې ورور واکمن و، او اوس تاسې دې چوکې ته ځان کاندید کړی، افغانان ولې باید یو بل کرزي ته رایه ورکړي؟

قیوم کرزی وایي: «.. فضل د خدای دی چې زمونږ په وروڼو کې تنوع د نظریاتو شته د ژوند په هره ساحه کې مونږ د ځان لپاره نظر لرو، همدارنگه په سیاست کې، همدا رنگه د افغانستان په پرمختگ کې او همدغه راز مونږ د افغانستان د سولې او سعادت په چوکاټ کې بعضی فکرونه مو سره ورته دي او او بعضې فکرو کې تنوع د نظریاتو شته.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلی قیوم کرزی د خپل ورور سره د سیاست او پالیسۍ په برخه کې د تفاوتونو په هکله وایي: « زمونږ سیاست به کاملا اقتصاد محوره وي، څه د افغانستان په داخل کې او څه د افغانستان په خارجي او منطقوي پالیسو کې.»

د ښاغلي عبدالقیوم کرزي سره د امریکا غږ ځانگړې مرکه دلته په انترنیت کې په پوره تفصیل سره کتلی او اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG