د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې دپولیو پیښه، اندیښنې او دخپریدو دمخنوي هڅې


Nepalese police personnel carry earthquake survivor Pemba Tamang (C) on a stretcher after his rescue from a destroyed hotel building in Kathmandu. Rescuers pulled the 15-year-old boy alive from the rubble, bringing a rare moment of joy to the ruined capital city, five days after the disaster which killed nearly 6,000 people.
Nepalese police personnel carry earthquake survivor Pemba Tamang (C) on a stretcher after his rescue from a destroyed hotel building in Kathmandu. Rescuers pulled the 15-year-old boy alive from the rubble, bringing a rare moment of joy to the ruined capital city, five days after the disaster which killed nearly 6,000 people.
په کابل کې یوه درې کلنې نجلۍ ګوزڼ وهلې ده. په افغانستان او پاکستان کې د پولیو نوو پیښو د دغه ویروس د له منځه وړلو د هڅو په اړه انديښنې پیدا کړېدي.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه درې هیوادونه دي چې تر اوسه پورې د پولیو ویروس پکښې موجود دی.

د روغتیايي برخې کارپوهان وايي چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره جدي او منسجمو هڅو ته اړتیا شته.

په اسلام آباد کې د یونیسف د ادارې د پولیو د برخې یو تن مسئول، پیر انګباک خبرداری ورکوي چې که چیري د پولیو د ویروس د کنټرول لپاره جدي ګامونه وانخستل شي نو په دواړو ملکونو کې به د دغه ویروس خپریدل دوام پیدا کړي.


په اسلام آباد کې د یونیسف د ادارې د پولیو د برخې دغه مسئول وايي چې په کابل کې د ګوزڼ پيښه په مستقیمه توګه د پاکستان سره تړاو لري.

په اسلام آباد کې د یونیسف د ادارې د پولیو د ډلې مشر وویل:
«په کابل کې د پولیو اوسنۍ پيښه، په افغانستان کې په دې ورستیو وختونو کې د پولیو د ثبت شوو پيښو په شان، په جنیټکي لحاظ د پيښور سره تړلې ده.»


په روغتیايي چارو کې، د ولسمشر کرزي سلاکار فیض الله کاکړ وايي چې د پولې په سر داسې روغتیايي مرکزونه شته چې پکښې د هغو کورنیو ماشومانو ته واکسین ورکول کیږي چې د سرحد نه اوړي.

خو ښاغلی کاکړ دا خبره هم کوي چې د پښتونخوا په صوبې او قبایلي سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو د زیاتیدو له امله په سیمې کې د پولیو پيښې ډیرې دي.

د وسله والو خنډونه

په پاکستان کې د پولیو د مخنوي مبارزه د دې لپاره ناکامه شوې ده چې په دغه هیواد کې وسله والو د پولیو خلاف د واکسین د ورکولو په کارکوونکو باندې بریدونه کړي دي.


ښاغلی انګباک وویل چې د پولیو خلاف د څاڅکو د ورکولو د کمپاین د امنیت د ساتلو لپاره د پښتونخوا په صوبې کې ډیر شمیر امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي.

د یونیسف دغه مسئول وویل: «د ۴۰۰۰ نه ډیر پولیس په لارو کوڅو کې ځای پرځای شوي دي ترڅو د صحي کارکوونکو چې د پولیو څاڅکې ورکوي امنیت ونیول شي او معلومیږي دغه [اقدام] کار کړی دی او [په دې ورستیو وختونو کې] زموږ تلفات نه لرو.»

ښاغلی انګباک وویل چې اوس په پيښور کې ۷۸۰ جوماتونه هم د واکسین د ورکولو د کمپاین ملاتړ کوي.

خو بیا هم د پښتونخوا د صوبې په یو شمیر سیمو او د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمې کې د کمپاین د کارکوونکو لپاره دا ګرانه ده چې په زرګونو ماشومانو ته د پولیو خلاف واکسین ورکړي.

د پولیو د څاڅکو د ورکولو په کارکوونکو باندې د بریدونو په ترڅ کې، د پاکستان یو حکومتي چارواکي طاهر شاه وویل، چې د دوشنبې په ورځ د پولیو د واکسین د ورکولو په یوې ډلې باندې د خیبر په قبایلي سیمې کې برید شوی و.


په افغانستان کې د پولیو پيښې
په افغانستان کې د پولیو پيښې
بل پلو ته، په افغانستان کې طالبانو اعلان کړی چې د پولیو د څاڅکو د ورکولو د کارکوونکو د کار په لارې کې به خنډ نه ګرځي.

خو د روغتیا په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار، فیض الله کاکړ وویل چې «هغه طالبان چې په کنړ او ننګرهار کې فعالیت کوي [د طالبانو] دا [پریکړه] يې و نه منله او . . . خنډونه یې جوړ کړل تر څو هلته پروګرام سم پلی نه شي.»

د ښاغلي کاکړ په وینا دغه یې علت و چې په ۲۰۱۳ کال کې د کنړ او ننګرهار په ولایتونو کې د پولیو ۱۳ پيښې ثبت شوې وي.

په ۲۰۱۳ کال کې، په پاکستان کې د پولیو ۹۳ پيښې او په افغانستان کې بیا ۱۴پیښې ثبت شوي وي.

پولیو په کابل کې

په کابل کې یوه درې کلنه نجلۍ گوزڼ وهلې ده. دا د ۲۰۰۱ کال نه راپدیخوا په دغه ښار کې د گوزڼ یا پولیو د ویروس لومړۍ پیښه ده.


پولیو یا ګوزن

زیاتره په هغو ماشومانو تاثیر کوي چې عمرونه یې تر پنځو کلنو کم وي.

د پولیو په هرو ۲۰۰ بيښو کې یوه یې د فلج سبب ګرځي.

افغانستان، پاکستان او نایجیریا هغه هیوادونه دي چې تر اوسه پورې پکښې د پولیو ویروس شته.

پولیو علاج نه لري بلکه د واکسین د ورکولو له لارې یې مخه نیول کیدای شي.

منبع: د روغتیا نړیوال سازمان
د افغانستان د عامه روغتیا د وزارت چارواکي وايي چې د ګوزڼ دغه پيښه د کابل په ختیځ کې تشخیص شوې ده.

د عامه روغتیا وزیرې ثریا دلیل وویل چې په جنیټیکي لحاظ دغه ویروس د خیبر پښتونخوا سره تړاو لري.

اغلې دلیل وویل: «نږدې درې میاشتې مخکې، دا تشخیص شوه چې دغه درې کلنه نجلۍ ګوزڼ وهلې ده.
د دغې ماشومې د بدن یو اړخ فلج دی.

«څیړنې وښودله چې دغه ویروس، متاسفانه د هغو ویروسونو نه دی چې په جنیټکي لحاظ د خیبر پښتونخوا، یانې د سرحد د بلې غاړې سره تړاو لري.

«دا د یو کوچي فامیل ماشومه ده او ځینې خپلوان یې په پيښور کې اوسیږي او دغه فامیل په منظمه توګه پیښور ته ځي راځي.»

د پولیو خلاف کمپاین


د روغتیا د وزارت چارواکي وايي، د پولیو د ویروس د خپریدو د مخنوي لپاره یې، سمدستې د کابل په ۱۵ ناحیه او شاووخوا ولسوالیو کې د پولیو خلاف د واکسین د ورکولو کمپاین پیل کړ.

د افغانستان د عامه روغتیا وزیرې ثریا دلیل د پولیو د څاڅکو د ورکولو د کمپاین په اړه وویل: «دغه پيښه ښيي چې د پولیو وحشي ویروس د کابل په ۱۵ ناحیې کې موجود دی.

«د دغه ویرس د خپریدو د مخنوۍ لپاره، مونږ د دلو د میاشتې په ۲۰، ۲۱ او ۲۲ د پولیو خلاف د څاڅکو د ورکولو درې ورځنۍ کمپاین په ۱۵ ناحیې او نورو نږدې ولسوالیو کې تطبیق شو.

«
د واکسین دوهم دور به د حوت په ۴، ۵ او ۶ د کابل په ۱۵ ناحیې او نږدې ولسوالیو کې تطبیق شي. او د حمل د میاشتې په اوله اوونۍ کې به په ټول افغانستان کې ، د ۸ میلیونو نه د زیاتو ماشومانو لپاره د پولیو خلاف څاڅکې ورکړل شي.»

په روغتیايي چارو کې د ولسمشر سلاکار، فیض الله کاکړ وویل چې په افغانستان کې د پولیو په اړه د پوهاوي لپاره حکومت او اړوندو موسساتو یو لړ ګامونه اخیستي دي.

ښاغلی کاکړ دا هم وویل چې کورنیو ته پکار ده چې دا اطمیناني کړي چې ماشومان ته یې واکسین ورکړل شوی دی. هغه دا هم وايي چې کورنیو ته پکار ده چې کلنیکونو او روغتونونو ته مراجعه وکړي او خپلو ماشومان ته واکسین ورکړي.

ښاغلي کاکړ وویل چې د ویروس د له منځه وړلو یوازنۍ لاره دا ده چې ټولو ماشومانو ته د پولیو خلاف واکسین ورکړل شي او د واکسین د ورکولو د کمپاین سره پوره همکاري وشي.
XS
SM
MD
LG