د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د غذایي مصوونیت په باب اندیښنې


ارشیف
ارشیف
د افغانستان حکومت د اضطراري حالاتو د چتوالي په هدف د نړيوالې ټولنې څخه د ۴۰۶ میلیونو امریکایي ډالرو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د حکومت او د مللګرو ملتونو د مسوولینو په وینا ، یادې پیسې به د روانې جګړې د ملکي قربانیانو د درملنې، د عامې روغتیا ،غذايي مصؤنیت، طبعي حوادثو ، د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو سره د مرستو او د همسایه هیوادونو څخه د بیرته راستنیدونکو مهاجرینو د مرستو له پاره په نظر کې نیول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د خاص استازي د دفتر مرستیال مارک بودین وايي: افغانستان د بشردوستانه مرستو له نظره اوس هم د بحران سره مواجه دی،او له بلې خوا افغانستان د مرستو رسونکو له پاره د خطرناکو هیوادونو څخه شمیرل کیږي .
د ښاغلي بودین په وینا همدا اوس تر پنځه میلیونو زیات افغانان عاجلو مرستو ته ضرورت لري،د ۲۰۱۴ کال د پیل سره سم افغانستان د نامعلومې راتلونکې سره مخ دی، خو بشري مرستو ته اړتیا زیاته لیدل کیږي.
د ملګرو ملتونو د خاص استازي د مرستیال په وینا ،۲۰۰ خیریه ملي او بین المللي مؤسسات د بشري مرستو د رسولو په برخه کې کار کوي ، خو اکثره مؤسسې د هیواد په امنو سیمو کې فعالیت کوي ، چیرې چې مرستو ته اړتیا کمه ده ، مرستو ته اړتیا په جنوبي او شرقي سیموکې زیاته لیدل کیږي.
د یوناما مرستیال د وسله والو مخالفینو څخه غوښتنه وکړه ، چې مرسته کونکي په نښته نکړي ، په ۲۰۱۴ کال کې تر ډیره بشري مرستې د هیواد هغو برخو ته به ولیږل شي چې ضرورت ورته ډیر لیدل کیږي.
XS
SM
MD
LG