د لاس رسي وړ اتصالات

ارسلا: د امریکا سره تړون د افغانستان د ثبات سبب گرځي


د جمهوري ریاست کاندید هدایت امین ارسلا
د جمهوري ریاست کاندید هدایت امین ارسلا
د جمهوري ریاست کاندید هدایت امین ارسلا وایي د امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول د افغانستان په گټه دي او د هیواد د ثبات سبب کیږي.

نوموړی وایي دا تړون به گاونډیو هیوادونو ته دا ډاډ ورکړي چې افغانستان یواځې نه دی بلکې نړیوال ځواکونه اوس هم د افغانستان له ثبات نه ملاتړ کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست ته کاندید هدایت امین ارسلا وایي افغانستان ته یې په سختو شپو ورځو کې کار او خدمت کړی دی.

ښاغلی ارسلا د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په یوه ځانگړې مرکه کې ووېل چې تل یې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره هڅه کړې او دا کار یې د هیواد د جهاد په وخت کې هم په اثبات رسولی دی.

هغه وایي غواړي د خپلې همدې تجربې څخه په گټه اخیستو سره به افغان ولس ته خدمت وکړي.

د جمهوري ریاست د کاندید هدایت امین ارسلا لنډه پیژندنه:

عمر: ۷۲ کلن

زده کړې: له امریکا څخه په اقتصاد کې دوکتورا

د کار تجربه: د نړیوال بانک لوړپوړی چارواکی، د مجاهدینو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د موقتې ادارې د رئیس مرستیال، د سوداګرۍ وزیر او وزیر ارشد.

مرستیالان: جنرال خدایداد او صفیه صدیقي

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندید هدایت امین ارسلا مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:32 0:00

د هدایت امین ارسلا بشپړه مرکه دلته لیدلی او اوریدلای شئ.
XS
SM
MD
LG