د لاس رسي وړ اتصالات

په خان اباد کې د موټر د ښویدو له امله ۲۰ کسه مړه شوي


تر اوسه پورې د دولسو تنو جسدونه پیدا شوي او د اته تنو نورو دجسدونو د موندلو هڅې روانې دي
تر اوسه پورې د دولسو تنو جسدونه پیدا شوي او د اته تنو نورو دجسدونو د موندلو هڅې روانې دي
د خان اباد د ښار او کلیو تر سلو زیات کسان ددغې ولسوالۍ په کانال کې په هغو جسدونو پسې ګرځیدل چې د سورلۍ موټر يې د توپخانې کانال ته ښویدلې و.

دغه پیک اپ موټر چې تقریبا پنځه ویشت تنه کلیوال په کې ښار ته راتلل، ځکه کانال ته ښویدلې چې د سرک پر سر تقریبا شل سانتي واوره کنګل شوې.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري امریکاغږ ته وویل چې په دغه پیښه کې شل تنه مړه دي چې څلور تنه يې ښځې، یوه لس کلنه نجلۍ او پاتي پنځلس تنه نارینه دي.

ښاغلي امیري وویل: «درې کسه مو ژوندي له کانال څخه راویستلي، او دوه دریو نورو په روغتون کې ساه ورکړه، تقریبا شل تنه په دغه پییښه کې مړه دي، چې پنڅه يې ښځې او پاتي پنځلس نور نارینه دي.»

کلیوالو تر اوسه پورې د دولسو تنو جسدونه پیدا کړي او د اته تنو نور په جسدونو پسې لامبوزنان او نور خلک چې په لویو لکړو پورې يې چنګکونه تړلي ګرځي.

یو تن نصر الله چې یوه لویه لکړه کې يې چنګک بند کړې او په جسدونو پیسې ګرځي وايي چې یو جسد يې څو شیبې مخکې پیدا کړ.

هغه وویل: «پیک اپ موتر يې په یخ کې ښویدلی او کانال ته غورځیدلې درویشت کسان په کې سپاره وو د ځینو مړي يې موندلي او د ځینو جسدونه لا تر اوسه ورک دي.»

د لیرې پرتو کلیو خلک چې له خپلو کلیوالو خبر شوي د مړو د موندلو لپاره يې خان اباد ته راغلي، یو تن سپین ږیری محمد اعظم د کانال ښکته پورته ګرځي، وايي چې د دوي د کلي یولس تنه په دغه پیښه کې مړه دي.

محمد اعظم وویل: «درې تنه ژوندي راوتلي، نور ټول مړه دي، او تر اوسه د اته کسانو جسدونه ورک دي.»

یو بل ځوان چې سهار يې درې تنه د اوبو له کانال څخه راویستلي وايي چې دوي ایله درې کسان وژغورل خو په څو شیبو کې نور کسان اوبو ډوب کړل:

دغه ځوان وویل: «د بام په سر وم چې دوه کسانو غږ کړل چې موټر د اوبو کانال ته ولویده، راغلم چې شل پنځه ویشت کسان په اوبو کې وو، څلور تنه مو له اوبو راویستل.»

له اوبو څخه په راویستل شو کسانو کې درې تنه ژوندي دي او نور مړه شوي دي، محمد موسی هغه ځوان دی چې په همدغه موټر کې کانال ته غورځیدلې و خو ژوندې له اوبو راوتلی دی،

هغه وايي: «بازار ته راتلو چې پیک اپ موټر مو مو وښویده او کانال ته وغورځیده، خلک راغلل زه او دوه نور کسان يې راویستلو، خو نور ټول غرق شول.»

په کندوز کې تیره اونۍ څلور ورځې سر په سر واورې ووریدې، چې تر اوسه پورې سړکونه کنګل دي، د سیمه ییزو دولتي ادارو مسولین هم د سرک پاکولو لپاره کوم پلان نه لري، د کندوز د ښار په سرکونو لا هم هغه واوره ډیرۍ ډیرۍ پرته ده چې خلکو له کورونو راویستلې او پر سرک يې اچولې.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG