د لاس رسي وړ اتصالات

د مولوي شاهد څرګندونو ته د سولې د عالي شوراغبرګون


ارشیف
ارشیف
د سولې عالي شورا ددغې شورا د ویاند مولوي شهزاده شاهد، هغو خبرو ته چې هغه په افغانستان کې د ستونزو اصلي عامل د امریکا د پوځ شتون بللی وو د شاهد شخصي نظر بللی او ویلي دي چې دا د سولې د عالي شورا دریځ ندی.

مولوي شهزاده شاهد چې د سولې د عالي شورا ویاند دی، د تېرې پنجشنبې په ورځ په کابل د سیمیزو او ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز له لورې د افغانستان او په سیمه کې د سولې او ثبات په کنفرانس کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا شتون د افغانستان د روانې جګړې عمده عامل دی همداشان مولوي شهزاده شاهد په خپلو څرګندونو کې اسامه بن لادن ته هم د شهید خطاب کړی وو چې اسامه بن لادن ته د افغان حکومت د یوه چارواکي له خوا په لومړي ځل د شهید خطاب بلل شوی دی او دا ځکه چې افغان حکومت اسامه بن لادن او القاعده ډلې ته د افغانستان د روانې غمیزې د یو عمده عامل په توګه ویني.

نن د سولې عالي شورا د مولوي شهزاده شاهد په خبرو غبرګون ښودلی او د هغه خبرې یې خپلې شخصي بللي او ددغې شورا رسمي دریځ یې ندی ګڼلی.

مولوي شهزاده شاهد په دغه سیمینار کې چې د پنجشنبې د ورځې د سیمې د هیوادونو، پاکستان، ایران، ترکیه، تاجکستان علمي او اکاډمیکو اشخاصو هم برخه اخېستې وه، ویلي وو چې په سیمه کې د ناامنۍ یو لامل د بهرنیو شتون هم دی، چې په ډېرو لاسوهنو کې امریکا هم خپل رول لري.

هغه ویلي وو چې امریکا مغروره او ځان غوښتونکې ده او پالیسو یې دې سیمې ته ناامنۍ راوړې ده.

مولوي شهزاده شاهد ویلي، امریکا د اسامه په پلمه راغله او اسامه بن لادن یې شهید کړ.

د سولې عالي شورا په داسې حال کې د مولوي شهزاده شاهد په خبرو غبرګون ښودلی او هغه یې رد کړي چې مولوي شهزاده شاهد په ډېریو غونډو او ناستو کې ددې شورا استازیتوب کوي.
XS
SM
MD
LG