د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار د زراعتي علومو ملي پوهنتون پرانیستل شو


ولسمشر حامد کرزی کندهار ته تللی او پدغه ولایت کي يې د هند له خارجه وزیر سلمان خورشید سره په ګډه د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ ملي پوهنتون پرانیستی.
د ولسمشر ريس حامد کرزي او هندي پلاوي د راتګ لپاره له تیرې شپي راهیسی په کندهار کي تر ټولو زیات کلک امنيتي تدابیر نیول شوي وو .

نوموړي د ښار د جنوبي څنډه په ۱۴ کيلو میترۍ کې ترنک کرنیز فارم کي د افغانستان د زراعتي علومو او تکنالوجۍ د ملي پوهنتون د پرانيستل کیدو لپاره کندهار ته تللی دی. یاد شوی پوهنتون د هندونستان د سل میلیونه امریکايي ډالرو پروژه ده چي د کرنیز سکتور د ودې په برخه کي تر ټولو بنیادي علمي مرکز بلل کیږي .

ولسمشر کرزي له نورو موضوعاتو پرته دا ځل په خپلو خبرو کي یوازي د نوموړي پوهنتون پر ارزښت او د تعلیم په برخه کي د هند پر همکاریو خبري وکړي .

هغه وويل چي د زراعتي علومو پوهنتون به له غذايي پلوه د جنوب او ټول افغانستان د ځان بسایني لپاره مهم ثابت شي . هغه داسي وویل ،،نن دا دی خپل هدف ته ورسیدو او دا پوهنتون پرانیزو . د دې پوهنتون مرکز په کندهار کي دی خو ملی دی او رېښې به يې تر ټول هیواد پوري رسیږي ، هیله مي دا ده چې د ښو حاصلاتو ، غیښتلي او مسلکي بشري قوې په مټ زموږ هیواد د غلو دانو په ګدام بدل شي . پدې کي به هند راسره مرسته کوي او مرسته يې کړې هم ده . موږ دافغانستان خلګ د ټولو هغو افتخاراتو چي په تاریخ کی لرو يې ، په مردانه ګي کي ، په غښتل توب کي خو ډیر سخت تر پښو هم لاندي شوي هم یو ، تر پښو چي لاندي شوي وو ، وجه يې دا نه وه چي غښتلتوب مو کم شوی ، بلکي دا مردانه ګي مو وه ، سته او بیا به هم وي خو وجه يې بې تعلمي وه ، تعلیم چي نه وي ، پوهه چي نه وي ، وسایل هم نشته.،،

خو د هند خارجه وزیر سلمان خورشید بیا د هند او افغانستان ترمنځ د زړې انډيوالۍ ترڅنګ د افغانستان د اقتصاد ، امنیت ، ولسواکۍ او د منطقوي همکاریو په اړه خبري وکړې. نوموړي د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه وويل چي پرمختللي هیوادونه باید د جنګ ځپلو او یا هغو هیوادونو سره چي پرمختګ ته اړتیا لري ، خپلي منابع او تجربې سره شریکي کړي .

نوموړي زیاته کړه چي د افغانستان ثبات د ټولو په ګټه دی او باید چي د منطقوي ثبات او سولي لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وشي .

د هند خارجه وزیر سلمان خورشید وويل چي نړیوال باید د سیاسي او نظامي واک د انتقال تر څنګ د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هم خپله پاملرنه زیاته کړي. ،، د افغانستان د ثبات په وړاندي تر ټولو لویه ننګونه تروریزم او افراطیت دی ، چي هره ورځ يې د افغانستان خلګ هدف ګرځولي . باید ګډ کار وشي تر څو دې ستونزې ته په ګډه ماتې ورکړل شي ، او پر افغان ځواکونو دي سلامتیا وي چي په ډیرو سختو شرایطو کي يې خپله وړتیا ثابته کړې.،،

دغه راز د افغانستان د سیاسي وضیعت په هکله ښاغلي خورشید وويل چي په تیره يوه لسیزه کي په افغانستان کي د ولسواکۍ رېښې په ډير مستحکم ډول ټینګي شوي او د راتلونکي لپاره يې قوي بنیادونه اېښودل شوي دي. هغه داسي وویل،، د ډیموکراسۍ رېښې په ډیر محکم ډول په افغانستان کي ټینګي شوي دي ، چي تقریبآ وروسته د یوې لسیزي د ډیموکراسۍ باغ جوړ شوی دی ، او يو ژوندی مثال يې د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو لپاره د ۱۱ تنو نوماندي ده ،، .

نوموړي په څرګند ډول وويل چي هیواد يې په افغانستان کي د قومي بیلتون خلاف دی او د جمهورريس کرزي په مشرۍ د څه باندي يوې لسیزي په موده کي یاد پیوندونه د پام وړ په اندازه غښتلي شوي دي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG