د لاس رسي وړ اتصالات

نادر نعیم: د ولسمشر مشروعیت شفافیت ټاکي


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید محمد نادر نعیم

د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید محمد نادر نعیم

د جمهوري ریاست کاندید محمد نادر نعیم وایي په انتخاباتو کې د افغانستان د ولس پراخ گډون او ددې پروسې شفافیت د راتلوونکي ولسمشر مشروعیت ټاکي.

د انتخاباتو په وړاندې د ښاغلي نادر نعیم ستره اندیښنه امنیتي ستونزې او په ټولټاکنو کې د درغلۍ مسله ده.

هغه وایي هیله من دی چې د انتخاباتو پروسه داسې پرمخ ولاړه شي چې افغانستان واقعا یو مشروع ولسمشر ولري چې ټول خلک پرې باور وکړي.

عمر: ۴٨ کلن
زده کړې: د لندن له یو پوهنتون څخه په کمپیوتر کې لیسانس
د کار تجربه: په لندن کې د بیمې د یو شرکت د آی ټې څانګې مامور او
د بازار موندنې د یو شرکت متصدي
مرستیالان: تاج محمد اکبر او عزیزالله پویا

محمد نادر نعیم وایي ځان یو افغان شموله شخص گڼي، پلرونه او نیکونه یې افغان شموله شخصیتونه وو او پاملرنه یې د افغانستان ټول ملت او خلکو ته ده.

هغه زیاتوي چې: « یوه ډیره مهمه موضوع زما لپاره ملي وحدت دی، ملي وحدت هغه څوک راوړی شي چې غیږ یې ټولو خلکو ته پرانستی وي، نو ځکه زه د افغانستان له ټولو سیمو څخه هیله لرم چې ماته رایه راکړي.»


د آشنا تلویزیون د فیس بوک د یو مینه وال د پوښتنې په ځواب کې چې آیا تاسې تر ډیره حده د ظاهر شاه ارمانونه پرمخ بیایي یا د سردار محمد داود خان؟ ښاغلی نعیم وایي:

« تاسې ته باید عرض کړم چې دواړه شخصیتونه ماته ډیر محترم دي، زه فکر کوم چې د ملت د بابا اعلحضرت محمد ظاهرشاه څلویښت کلنه واکمني په افغانستان کې یو آرام وخت و، سوله وه او افغانستان د پرمختیا په لور روان و، البته د شهید دواد خان په وخت کې هغه ستر پلانونه درلودل او افغانستان په لږه موده کې زیات پرمختگ وکړ، ډیر ښه پلانونه یې درلودل چې د افغانستان خلک نن هم د هغې یادونه کوي او حتی وایي هغه پلانونه چې هغه درلودل تر اوسه هم نه دي پلي شوي.»

ښاغلی نادر نعیم زیاتوي: « د خلکو نظر دادی چې هغه دوره د مدیریت دوره وه او اوسنۍ دوره د راپور ورکولو دوره ده چې همدا یې توپیر دی.»

د ښاغلي کرزي د دولس کلنې دورې په هکله محمد نادر نعیم وایي، د ولسمشر کرزي دوره په دوه برخو ویشل کیدای شي یوه یې د افغانستان د کړکیچن حالت څخه د رایستلو دوره چې باید د زیات بدلون د راوستلو توقع ونه لرو خو د هغه په اند په وروستۍ دوره کې طلایي فرصتونه له لاسه ووتل او د ستونزو او کړکیچ سم مدیریت ونه شو، نو د هغه په اند: «کیدای شول دوهمه دوره بهتره وای.»
XS
SM
MD
LG