د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ: افغانستان، اسټرالیا ته ماتې ورکړه


Afghan U19 beat Australia

Afghan U19 beat Australia

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله یې د نړۍ پیاوړې کرکټ لوبډلې ته د کرکټ د نوولس کلنو په نړیوال کپ کې ماتې ورکوي.

افغانستان چې د کرکټ په لوبو کې په نړیواله کچه د اسوشيټ درجه لرونکی هیواد دی، اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره یې دا وښودله چې د دغه هیواد د کرکټ ځوانان د ټسټ کرکټدرجه لرونکو هیوادونه هم ماته ورکولی شي.

د کرکټ د نوولس کلنو د نړیوال کپ د سیالیو په لړ کې نن ددوشنبې په ورځ د افغان نوولس کلنو کرکټ لوبډلې په خپل ګروپ کې، د اسټرالیا له نوولس کلنو لوبډلې سره مخ شوه او په ۳۶ منډو یې ددغه هیواد ۱۹ کلنو ټیم ته ماته ورکړه، دا لوبه د اماراتو په ابوظبۍ کې وشوه.

د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او د بېټ کولو بلنه یې افغان لوبډلې ته ورکړه،

افغان لوبډلې په پیل کې د پیل بېټسمین ژر له لاسه ورکړ ولې د احسان الله او محمد مجتبی د ۱۲۸ ګډو افغان لوبډله پياوړي حالت ته ورسوله، افغان نوولس کلنو په ۴۹.۲ اورونو کې ۲۵۳ منډې وکړې او اسټرالیا نوولس کلنو ته یې د ۲۵۴ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري محمد مجتبی ۷۵، احسان الله ۶۳، حشمت الله شهیدي ۵۷ منډې وکړې.

د ۲۵۴ منډو هدف د اسټرالیا غوندې یوې لوبډلې ته ستونزمن نه برېښېده خو دا افغان بالران وو چې اسټرالیا یې هدف ته پرېنښوده.

عبدالله عادل په افغان بالرانو کې وځلېد او د اسټرالیا څلور وېکټې یې واخېستې.

شرف الدین اشرف بیا د اسټرالیا درې لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د اسټرالیا ټوله لوبډله په اته څلوېښتم اوور کې وسوځوله.

افغان نوولس کلنو اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره په خپل ګروپ کې ددې موقع مومي چې سوپر ایټ یا اتو غورو لوبډلو ته لار پيدا کړي چې هلته به د نوولس کلنو د نړیوال کپ سترې لوبډلې شته وي.

افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې لومړنۍ لوبه بنګله دېش ته بایللې وه، درېیمه لوبه یې له نمیبیا سره ده
XS
SM
MD
LG