د لاس رسي وړ اتصالات

سیاف: په خپلو لاسو مې څوک نه دي وژلي


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدرب الرسول سیاف
د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدرب الرسول سیاف
ښاغلی سیاف وایي پر خدای سوگند چې « له جگړې پرته تر اوسه یو انسان هم نه زما په لاس او نه زما په امر وژل شوی دی» ښایي ډیرخلک به دا نه مني.

ښاغلي سیاف د خپلې تگلارې او پلانونو په اړه د امریکا غږ آشنا رادیو تلویزیون سره په خبرو کې ځانمرگي بریدونه یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل وباله.

هغه د ځانمرگو برید کوونکو او د ځان وژنې په غبرگون کې د اسلامي لارښوونو او احدایثو یادونه وکړه، او ویې ویل چې د اسلام پیغمبر ویلي «.. څوک چې ځان وژني په کوم شي یې چې ځان وژلی په هغې دنیا کې به په هماغه شي باندې په دوزخ کې دوامداره ځان وژني.»

د جمهوري ریاست کاندید عبدرب الرسول سیاف وایي د بیان په آزادۍ باور لري خو د بیان د آزادۍ په نامه باید د نورو آزادي او حقوق سلب نه شي.

ښاغلی سیاف د امریکا سره د دوه اړخیز تړون د لاسلیک په هکله وایي، د امریکا سره د تړون په اړه لوی جرگې پریکړه کړې او د لوی جرگې پریکړه د ملت پریکړه ده.

ښاغلی سیاف وایي، افغانستان ته نړیوال ځواکونه هغه وخت راغلل چې د طالبانو د واکمنۍ د ضعف او یا د هم آهنگۍ په نتیجه کې زمونږ له کور څخه پر نورو بریدونه وشول.

عبدرب الرسول سیاف په ١٣٢٣ کال کې زیږیدلی، د مصر د الازهر له پوهنتون څخه یې فوق لیسانس اخیستی دی.

ښاغلي سیاف یو جهادي مشر دی، د کابل پوهنتون استاد او د ولسي جرگې غړی و.

مرستیالان یې محمد اسمعیل او عبدالوهاب عرفان دي.

د جمهوري ریاست د کاندید عبدرب الرسول سیاف ځانگړې مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:25 0:00

د عبدرب الرسول سیاف بشپړه مرکه دلته اوریدلی او لیدلی شئ:
XS
SM
MD
LG