د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د جمهوري ریاست دا کاندید وایي هیواد یې د ملوک الطوایفۍ له گواښ سره مخامخ دی، خو امریکا په کې لاس نه لري.

د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزی د امریکا غږ د آشنا رادیو تلویزون سره په مرکه کې د خپلې انتخاباتي تگلارې لومړیتوبونه څرگند کړل او د امریکا غږ د فیسبوک د گډونوالو یو شمیر پوښتنې یې ځواب کړې.

د ښاغلي غني په باور په اوسني وخت کې افغانستان د دریو اساسي آزمونونو سره مخامخ دی: د سیاسي اجماع نشتوالی، د امنیتي اجماع نشتوالی او د اقتصادي اجماع نشتوالی.

د جمهوري ریاست دغه کاندید په لومړي بحث کې وویل چې د پراخې سیاسي اجماع د رامنځ ته کیدو لپاره په واکمنۍ کې د م‍شارکت او گډون په اصل ټینگار کوي. هغه مشارکت چې ښاغلی احمد زی پرې باور لري، مشخص سیاسي سرحد نه لري.

".. د څو تیرو لسیزو په ترڅ کې څو جذباتي شخصیتونه رامنځ ته شول. شهید مسعود، ځانگړې جذبه درلوده او په عین وخت کې یې زیات مخالفین هم درلودل. ښاغلی مزاري، زمونږ د هزاره وروڼو په منځ کې. ښاغلی حکمتیار، په اسلامي گوند کې. ملاصاحب محمد عمر د طالبانو په منځ کې. او جنرال دوستم. دغه شخصیتونه یوه ټولنیزه پایگاه لري. خلکو جنرال دوستم د یو مطرح سیاسي شخص په توگه منلی. زه نشم کولای چې د نفی کولو معیارونه رامنځ ته کړم."

د ښاغلي احمدزي امنیتي اجماع پر دوو سیاسي او پوځي اصلونو ولاړه ده. د جمهوري ریاست ددې کاندید په باور امنیت، په زور نه ټینگیږي خو ثبات د سیاسي فعالیتونو په نتیجه کې رامنځ ته کیدای شي.

ښاغلي احمدزي وویل "منبر او ارگ باید په یو اړخ کې ولاړ وي چې امنیت تامین شي. په لومړۍ اونۍ کې مونږ د پوځ اعلی سرقومانداني جوړوو او د هغې له لارې به هره اونۍ امنیتي رپوټ وړاندې کوو چې پولیس څه کوي، پوځ څه کوي او ملي امنیت څه کوي."

ددې کاندید اقتصادي اجماع د هیواد د اقتصادي نظام عصري کیدل دي. ښاغلی غني احمدزی وایي په کال کې دوه سوه زرو افغانانو ته به په خلیج او د ختیځې آسیا په هیوادونو کې د کارکولو زمینه برابره کړي او د مافیایي اقتصاد او د کورونو د کړکیچ سره د مبارزې له لارې به ټولیزه سوکالي بهتره کړي.

ملکوک الطوایفي
د لومړي مرستیال په توگه د افغانستان د ملي اسلامي غورځنگ د مشر عبدالرشید دوستم ټاکل، که څه هم چې د ښاغلي احمدزي له خوا د یو ډول سیاسي سنت ماتول دي چې ولسمشر حامد کرزي خپل کړي وو ( جمهور رئیس پښتون، لومړی مرستیال تاجک او دوهم مرستیال هزاره) خو دې کار انتقادونه هم زیږولي دي.

احمدزی او دوستم، لږ تر لږه د سیاسي او ایډیالوژیک باور له مخې زیات توپیر لري. د افغانستان د لوړپوړي سیاسي مقام د حاصلولو لپاره ددې دواړو ائتلاف د یو شمیر خلکو په اند هغه سیاسي پیوستون دی چې زیات دوام به ونه کړي.

خو ښاغلی احمدزی د دوستم له انتخاب څخه سخته دفاع کوي. او د افغاسنتان له ولس څخه د دوستم د بخښنې غوښتنه یو بیساری اقدام گڼي.

په دې وروستیو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ملوک الطوایفۍ په هکله خبرداری ورکړی او په دې ترڅ کې یې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان د دولت په کمزوري کولو ملامت کړي دي.

په دې خبره کې چې ملوک الطوایفي افغانستان گواښي، اشرف غني احمدزی له ښاغلي کرزي سره همغږی دی، خو د هغې د ملامتۍ بار د امریکا پر اوږو نه اچوي.

ښاغلي غني چې د اوږدې مودې لپاره یې د دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون په هکله د امریکایي استازو سره کار کړی دی، په دې باور دی چې په دې سند کې د افغانستان ملي حاکمیت مصؤن دی. هغه وایي دا تړون باید لاسلیک او نافذ شي.

ایران و پاکستان
ښاغلی احمدزی د دیورند کرښې ته د افغاسنتان او پاکستان ترمنځ د رسمي سرحد په توگه نه گوري، خو د دیورند د کرښې څخه د اوږدمهاله راولاړې شوې شخړې په حل باندې ټینگار کوي.

هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ښو اړیکو درلودل د دواړو هیوادونو په گټه بولي.

په داسې حال کې چې د ایران اسلامي جمهوریت د لویدیځو هیوادونو سره د خپل اتومي پروگرام پر سر په سختو اختلافونو کې راگیر دی، ښاغلی غني وایي د سیمې هیوادونه باید د اتومي سیالیو څخه لاس واخلي تر څو ټولیز امنیت او ثبات ټینگ شي.


د ښاغلي اشرف غني احمدزي سره د آشنا رادیو د دري څانگې د مسؤل مدیر اکمل داوي مرکه دلته کتلی او اوریدلې شئ.
XS
SM
MD
LG