د لاس رسي وړ اتصالات

د مولوي عبدالرقیب مړی خاورو ته وسپارل شو


مولوي عبدالرقیب د دوشنبې په ورځ د پیښور په ښار کې ووژل شو
مولوي عبدالرقیب د دوشنبې په ورځ د پیښور په ښار کې ووژل شو
د طالبانو د مشر مولوي عبدالرقیب مړی د سې شنبې په ورځ د تخار ولایت د کلفګان په ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

مولوي عبدالرقیب، چې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر و، د دوشنبې په ورځ د پیښور په ښار کې د نامعلومو وسله والو لخوا ووژل شو.

د طالبانو د یو مشر مولوي عبدالرقیب مړی په داسې حال کې د تخار ولایت د کلفګان په ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو چې ددغه ولایت چارواکو او د شمال ختیځو ولایتونو د علماو د شوراګانو غړو په دغه جنازه کې ګډون درلوده.

د مولوي عبدالرقیب جسد د افغانستان د ملي اردو له خوا د دوه هیلوکپترو په بدرګه خپل کلي ته راوړل شو، د جنازې په مراسمو کې د تخار والي عبدالطیف ابراهیمي وویل چې د مولوی عبدالرقیب وژنه د سولې پر وړاندې د ګاونډیو بد نیت وګاڼه او زیاته يې کړه چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د مخې نیول غواړي.

د تخار والي وویل: «د افغانستان پر وړاندې یوه لویه دسیسه روانه ده، د مولوی عبدالرقیب وژنه په اړه باید هر څوک چې دلته راغلی باید پند واخلي او جمهور ریس هم ویلي چې د سولې په خاطر مولوی عبدالرقیب وژل شوی دی.»

یو شمیر دیني عالمانو هم د مولوی عبدالرقیب په جنازه کې خبرې وکړي. د کلفګان ولسوالۍ یو تن دیني عالم مفتي عبدالحلیم وویل چې یوازې دا نه چې مولوی عبدالرقیب د سولې په خاطر وژل شوی، بلکه له ده مخکې هم هغه خلک وژل شوي چې په افغانستان کې یې سوله غوښتله.

هغه وویل: «هغه خلک چې د یو دولت په جوړولو کې او دسولې په راوستلو کې یې هڅه کړې او خپل غږ يې د سولې لپاره اوچت کړې وژل شوي دي.»

مفتي عبدالحلیم زیاته کړه چې که څوک په هیواد کې سوله او ازاد حکومت غواړي ددغه ډول وژنو انتظار دې وباسي.

مفتي عبدالحلیم وویل: «ددې ملت هر سړی چې په دې هیواد کې ژوند کوي او دا مفکوره ولري، چې ازاد هیواد ولري او ازاد ژوند ولري ددغه ډول حالاتو انتظار به کوو.»

دغه مفتي د جمهور ریس حامد کرزي ددغه تصمیم ستاینه وکړه چې له امریکا سره يې د امنیتي تړون پر امضا کولو د سولې شرط ایښې او خلک ددغه دریځ ملاتړ کوي.

د مولوي رقیب د وژنې غندنه

ولسمشر کرزي په پیښور کې د طالبانو د مشر مولوي عبدالرقیب وژنه غندلې. په یو بیان کې چې د ولسمشرۍ د دفتر لخوا خپور شوی دی، ویل شوي دي چې ولسمشر کرزی، مولوي رقیب «د افغانستان د سولې په لاره کې یو ښکاره قرباني بولي.»

د ولسمشرۍ د دفتر نه خپرې شوې خبرپانې کې دا هم ویل شوي دي چې مولوي عبدالرقیب په دوبۍ کې د ملا آغا جان معتصم په مشرۍ د سولې په خبرو کې هم برخه اخیستې وه چې ورسته بیا بیرته پاکستان ته ولاړ.

ویل کیږي چې مولوي رقیب د ملا آغا جان معتصم نږدې ملګری و. ملا اغا جان معتصم هغه طالب مشر دی چې په ترکیې کې میشت دی او د ولسمشر کرزي سره د سولې د خبرو طرفدار دی. ملا آغا جان معتصم د مولوي رقیب د وژلو غندنه کړې ده.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG