د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: طالبان دې تشدد پریږدي بیا به ورسره خبرې وکړو


مولانا یوسف شاه چې په خبرو کې د طالبانو استازیتوب کوي وايي چې طالبان لیواله دي چې د اوربند په کولو غور وکړي.
مولانا یوسف شاه چې په خبرو کې د طالبانو استازیتوب کوي وايي چې طالبان لیواله دي چې د اوربند په کولو غور وکړي.
د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې ځنډیدلې دي. د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې ورسته له دې نه وځنډول پاکستاني طالبانو یو شمیر برمته شوي پاکستاني ملیشه ووژلي.

د پاکستان حکومت د طالبانو نه غوښتنه کړې چې بې له قید او شرط نه دې اوربند ته غاړه کېږدي.

عرفان صدیقي، چې د خبرو لپاره د حکومت د هییت تنظیمونکی دی، وايي چې د تشدد د ختمولو نه بغیر، اوسنۍ خبرې اترې ادامه نه شي پیدا کولی.

ښاغلی صدیقي وايي: «که چیري د اوربند په اړه د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي او یا هم د تشدد د ختمولو ضمانت ورکړل شي، نو بیا موږ کوم اعتراض نه لرو چې [د دوی] ورسره وګورو.»

د یکشنبې په ورځ، طالبانو هغه ۲۳ پاکستاني ملیشې ووژل چې د ۲۰۱۰ کال راهیسې یې برمته کړي وو. تر دې نه مخکې، طالبانو د کراچۍ په ښار کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۱۰ تنه ووژل.

د سیاسي چارو کارپوه، رسول بخش رئیس وايي چې کیدای شي د ډیرې کمې مودې لپاره به د پاکستان حکومت خبرواترو ته زړه ښه کړي.

خو ښاغلی رئیس دا خبره هم کوي چې د طالبانو بریدونو د خبرواترو د کامیابۍ په اړه شکونه پیدا کړیدي. هغه دا هم وویل چې دغه کار بیا د پاکستان په پوځي چارواکو باندې فشار اچوي چې پوځي اقدام وکړي.

شاغلی رئیس وویل: «زه باور لرم چې که له یوې خوا، د پاکستان حکومت د طالبانو سره د خبرواترو د نتایجو ارزونه کوي، دوی باید چې د پوځي عملیاتو لپاره هم تیارۍ ونیسي.»

مولانا یوسف شاه د هغه هیئت غړی دی چې په خبرواترو کې د طالبانو استازیتوب کوي. هغه د سې شنبې په ورځ وویل چې زیاتره وسله وال دې ته لیواله دي چې د اوربند په کولو غور وکړي.

مولانا یوسف شاه وویل: وویل: «موږ ته یې دا یقیني کړې ده چې اوس ټوله ډلې اوربند ته تیاري دي. او د دغو ډلو اکثریت د تحریک طالبان پاکستان فیصلې مني. البته یوه یا دوې ډلې به وي [چې خبرې یې نه مني]، خو هغوی کوښښ کوي چې توافق د نظر پیدا شي.»

تحریک طالبان پاکستان د یو شمیر اسلامپالو وسله والو ډلو نه جوړ شوې ډله ده چې په پاکستان کې فعالیت کوي.

کارپوهان وايي چې د پاکستاني طالبانو مشران د تحریک طالبان پاکستان په ټولو ډلو باندې کنټرول نه لري، چې دغه بیا په پاکستان کې د خبرواترو د موثریت په اړه شکونه پیدا کړي دي.
XS
SM
MD
LG