د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکرائین اوربند بیا په تاوتریخوالي واوښت


د اوکرائین د حکومت ضد مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی
د اوکرائین د حکومت ضد مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ تاوتریخوالی
د اوکرائین په پلازمینه کیف کې عیني شاهدان وایي د حکومت ضد مظاهره کوونکو او پولیسو ترمنځ په تازه تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ٢٢ کسان وژل شوي دي.

دا وژنې څو ساعته وروسته له هغې کیږي چې د اوکرائین ولسمشر ویکتور یانکوویچ د حکومت د مخالفو مشرانو سره اوربند اعلان کړ.

بلخوا د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د اوکرائین د حالاتو په هکله په بروکسل کې بېړنۍ غونډه وکړه چې پر هغو لوړپوړو اوکرائیني چارواکو باندې چې په هیواد کې په تاوتریخوالي تورن دي، بندیزونه ولگوي.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیگ او نورو وزیرانو وویل چې د اروپایي ټولنې ٢٨ هیوادونو ته د اوکرائین د لوړپوړو چارواکو په سفر او په دغو هیوادونو کې د هغوی د شتمنیو د کنگل کولو په گډون پر یو لړ بندیزونو باندې غور وشو.

په تازه تاوتریخوالي سره د کړکیچ د پیل څخه تر دې دمه په کیف کې د مړو شمیر نژدې اویا تنو ته رسیدلی دی. پولیس او اپوزیسیون دواړه وایي چې اکثر کسان په ډزو کې وژل شوي دي.

د اوکرائین د کورینو چارو د وزارت یو لوړپوړی چارواکی والري مازان سخت دریځه مظاهره کوونکي پر پولیسو باندې په بریدونو ملامتوي او وایي اعتراضونه سوله ییز نه بلکې له تشدد ډک دي.

بلخوا د اوکرائین د اپوزیسیون یو مشر ارسني یتسانیوک وایي، لومړیتوب د خلکو د ژوند خوندیتوب دی.

د اوکرائین د حکومت ضد مظاهرې چې د څو اونیو راهیسې روانې دي، اعتراض کوونکي د اروپایي ټولنې پر ځای د روسیې سره د سوداگریز تړون په وجه د ولسمشر یانکوویچ گوښه کیدل غواړي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی چې د اعتراض کوونکو په وړاندې مناسب چلند په لومړي سر کې د اوکرائین د حکومت مسؤلیت دی.

« موږ د اوکرائین له حکومت څخه د اعتراض کوونکو وگړو په وړاندې د زور زیاتي نه بلکې د زغم تمه لرو. موږ دا هم وایو چې د سوله ییزو مظاهره کوونکو څخه هم تمه لرو چې سوله ییز اوسي، مونږ به حالات څارو او د خپلو اروپایي متحدینو او د نړیوالې ټولنې سره یو ځاې په دې غور کوو چې که خلک له حده تیر شي نو دا به پایلې هم ولري.»

د اوکرائین په تاوتریخوالي کې په لسگونو کسان وژل شوي دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00
XS
SM
MD
LG