د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د کنړ د پېښې له امله سریلانکا ته خپل سفر ځنډولی


ارشیف

ارشیف


ولسمشر حامد کرزي په کنړ کې د ملي اردو د سرتیرو د وژل کېدو او د هغوي له کورنیوو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په هدف سریلانکا ته خپل سفر ځنډولی دی.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ولسمشر په پام کې لرل نن سریلانکا ته لاړ شي ولې د ترهګرو له لورې د ملي اردو د ۲۰ عسکرو د وژنې له امله یې دا سفر لغوه کړی دی.

په خبرپاڼه کي ولسمشر کرزي پر پاکستان غږ کړی دی چې له تروریزم سره جدي مبارزه وکړي او د ترهګرو د ځالو په له منځه وړلو کې خپل رول اداء کړي. ولسمشر یو واري بیا ویلي چې ترهګري دواړو هیوادونو ته لویه ننګونه ده.

د ارګ خبرپاڼه کاږي :،، ‬د افغانستان د ملي اردو په پوستو باندې دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دولت له خوا په يوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي وو چې د پاکستان ۲۳ تنه عسکر د پاکستاني طالبانو له خوا وژل شوي دي.،،

ولسمشر کرزي، د ډیورینډ د کرښې دواړو غاړو ته ترهګریز بریدونه دواړو هیوادونو ته د اندېښنې وړ ګڼلي دي او د جدي غور یې بللي دي.

جمهور رئيس د ملي اردو په سرتیرو دا ترهګریز برید غندلی، د ملي اردو کورنیو ته یې ډاډګیرنه ورکړې او د هغه سرښندني یې د ملي نوامیسو نه دفاع بللې ده.

د کنړ د غازي اباد پېښه

د ملي اردو په پوستو دا برید چې ۲۰سرتیري پکې وژل شوي دي د کنړ د غازي اباد په ولسوالۍ کې شوی دی. د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې دا برید د یکشنبې په سهار په څلورو بجو د کورنیو او بهرنیو مخالفو وسله والو له لوري شوی دی.

د کنړ د ولایت چارواکو امریکا غږ ته ویلي دي چې پدغه برید کې د ملي اردو دوه عسکر ټپیان شوي او ترڅنګ یې وسلوالو د ملي اردو ۷ سرتیري هم بیولې دي.

د کنړ د والي ویاند محمد غني مصمم امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي دي چې پدغه برید کې مخالفو وسلوالو د درنو وسلو هم کار اخیستی دی. په پېښه کي څلور مخالف وسلوال هم وژل شوي دي.

طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې څو ساعته یې جګړه کړې ده او د ملي اردو له مرکز څخه یې درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د طالبانو په لاس له پاکستان سره په پوله د افغانستان په خاوره کې د ملي اردو د عسکرو دا وژل په داسې حال کې شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان د ۲۳ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو د پېښې وضاحت غوښتی وو او ادعاء یې کړې وه چې په هغوي برید د افغانستان له خاورې شوی دی.

افغان حکومت د پاکستان ادعاء بې بنسټه بللې ده او تل یې ویلي چې د پولې له هاخواkd ترهګر بریدونه سمبالوي.
XS
SM
MD
LG