د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې هر کال ٣٠٠٠ ماشومان د زیږون پر مهال مري


د سیف اف د چلډرن د چارواکو خبرې کنفرانس
د سیف اف د چلډرن د چارواکو خبرې کنفرانس
د ماشومان د ملاتړ نړیواله اداره وايي، هر کال په افغانستان کې درې زره تازه زېږېدلي ماشومان د زیږون په لومړیو ورځو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ماشومانو د ملاتړ نړیواله اداره یا سیف د چلډرن نن وویل چې له هرو څلور دېرشو تنکيو زېږېدلو ماشومانو نه یو یې د زیږون په لومړیو ورځو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، اچې په دومره شمیر د نوو زیږیدلو ماشومانو مړینه ، افغانستان د نړۍ په کچه د هغو هیوادونو په کتار کې دروي چې د زیږون پر مهال د میندو او د هغوی د ماشومانو لپاره خطرناک شمیرل کیږي.

د Save the Children په رپوټ کې څرګنده شوې ده، چې په افغانستان کې له هرو درېو امیدواره ښځو یوه یې د روغتیايي کارکوونکو په وړاندې ماشوم زېږوي، ددې رپوټ له مخې ښکاري چې له درېیو مېرمنو دوه یې داسې دي چې د زیږون پر مهال روغتیايي خدمات نه ور رسیږي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې مشر پال بارکر وايي، لوی ګواښ په لرو پرتو سیمو د مسلکي روغتیايي کارکوونکو کموالی دی.

پال بارک وايي:

‪"‬هر لس زرو اشخاصو ته ۶ یا ۷ روغتیايي کارکوونکي چې مسلکي دي لاس رسی لري.‪"‬

د پال بارکر، په وینا که د روغتیايي کارکوونکو شمېر زیات شي، نو د زیږون پر مهال د ماشومان د مړېنې دا کچه له نیمايي هم را ښکته کېدای شي.

بل لورته بې پولې ډاکټران وايي، افغانان چټکو روغتیايي خدمتونو لږ لاس رسی لري، دوی یوه سروې کړې او له هرو پنځو ناروغانو یوه ورته ویلي چې د کورنۍ غړي یې د روغتیايي خدماتو د کموالي له امله ژوند له لاسه ورکوي.

عامې روغتیا وزارت د دواړو نړیوالو روغتیايي بنسټونو په راپورونو کوم غبرګون ندی ښودلی ولې د میندو د مړېنې په تړاوو د روغتیا وزارت وار وار ویلي چې لا هم کچه لوړه ده
XS
SM
MD
LG