د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین سیاسي او اقتصادي ستونزې


د اوکراین د اقتصاد د بیارغولو لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې

د اوکراین د اقتصاد د بیارغولو لپاره د نړیوالې ټولنې هڅې

لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې د اوکراین د روانو سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره له هغه هیواد سره اقتصادي مرستې گړندۍ کړي.

د اوکراین څخه د گوښه کړای شوي ولسمشر ویکتور یانوکویچ له وتلو وروسته، روسیې اوکراین ته د پنځلس میلیارده ډالرو پور وځنډاوه. خو د امریکا د متحده ایالتونو په گډون لویدیځ هیوادونه هڅه کوي چې دا هیواد له ماتیدو سره مخامخ نشي.

د روسیې د اقتصادي پرمختیا وزیر الکسي اولیوکایف وایي، د اوکراین لپاره نور دوه میلیارده ډالر د تعلیق په حال کې دي او زیاتوي چې مسکو به دا پرېکړه وکړي چې ایا دا پیسې د اوکراین د نوي حکومت تر ټاکلو وروسته ورکړي او که نه؟

د هغه په وینا دا به پدې پورې اړه ولري چې په راتلونکي حکومت کې به څوک وي او ددې کار دلیل د پیسو زیاتوالی بولي او وایي کله چې آی.ام.اف او یا یوه بله اداره له چا سره مرسته کوي نو د مقابل لورې د حالاتو په اړه پوښتنې کوي او روسیه هم همدا کار کوي.

خو په ملگرو ملتونو کې د اوکراین استازی یوري سرگیویف وایي هیواد یې په ډېر بد حالت کې دی او د اروپایي ټولنې د مرستو ترڅنگ د روسیې پور ته هم اړتیا لري.

د اوکراین مؤقتي مشران وایی، د دیوالي کیدو د مخنیوی لپاره د راتلونکو دوو کلونو لپاره دا هیواد ٣٥ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

واشنگټن هم د خپلو نورو نړیوالو ملگرو ترڅنگ د اوکراین د اقتصادي ثبات لپاره د مرستې او کار کولو ژمنه کړې.

دا پداسې حال کې ده چې نړیواله ټولنه اندیښنه لري چې دعاجلو مرستو پرته بې پیسو اوکراین کیدایشي له ماتېدو سره مخامخ شی.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر د وینا له مخې د مرسته ورکوونکو د یو نړیوال کنفرانس په جوړېدو هم خبرې شوي دي.

د اوکراین د اقتصادی ستونزو د حل لپاره نړیواله ټولنه پداسې حال کې د مرستو د راتولولو خبرې کوي چې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کاترین اشتن واردمخه کیف ته رسېدلې چې ددې هېواد د اقتصادي ثبات لپاره پر لارو چارو خبرې وکړي.

اروپایي ټولنې د یوه نوي او پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو او په اوکراین کې د دموکراتیکو ټاکنو د ترسره کیدو غوښتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG