د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د افغان سرتېرو د وژلو او پاکستان ضد لاریون وشو


Kabul Demonstration
Kabul Demonstration

لسګونو کسانو په کابل کې د پاکستان ضد یوه لاریون په ترڅ کې په ختیځ ولایت کونړ کې د ۲۱ افغان سرتیرو وژل په سختو ټکو وغندل.
لاریونیانو ،چې د افغان سرتیرو په ملاتړ یې بېرغونه او شعارونه له ځانه سره لېږدول،په کابل کې د پاکستان د سفارت مخې ته ورټول، او د دغه هېواد پر ضد يې شعارونه او چغې ووهلې.

لاریون یوې سیاسي ډلې وېښ ځوانانو غورځنګ بللی و، دوی په یوه خوله پر پاکستان غږ وکړ چې نور نو د افغانستان په کورنیو چارو کې له هر ډول لاسوهنې او په خبره یې پر افغان ملي ځواکونو، پولیسو او عامو خلکو د بریدګرو وسله والو له ملاتړه لاس واخلي.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ډیورېنډ کرښې ته نژدې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ پر یوې پوستې ډلییز برید کې ،۲۱ افغان سرتیري ووژل، یو شمېر نور یې ژوبل او پنځه تنه یې له ځانه سره ژوندي یوړل.

دا ډول لاریون، ښايي پر افغان ملي ځواکونو د برید او د هغوی د وژنې د غندلو له پلوه د خپل ډول لومړنی وي.

د لاریون یو تنظیموونکي حبیب خان توتاخیل امریکا غږ ته وویل (افغان ملي امنيتي ځواکونه د افغانستان د نواميسو ساتونکي دي، مونږ په خپلو ساتونکو هر ډول بريد غندو او په وړاندې یې خپل غږ پورته کوو، وسله وال طالبان د افغانستان اساسي دښمنان او د پاکستان لاسپوڅي دي).

لاریونیانو له افغان رسنیو هم وغوښته چې له دې وروسته، د افغان حکومت ضد وسله والو په هر ډول برید کې هر افغان وژل کیدونکي سرتیري باید( د شهید) کلمه وکاروي. دوی همدا ډول له دندو د هغو افغان چارواکو د ګوښه کولو او محاکمې ته یې د کشولو غوښتنه هم وکړه چې د لاریونیانو په خبره ، په خپلو دندو کې یې غفلت کړی دی.

دغه شاوخوا دوه ساعته لاریون د افغانستان پر مهال د ماسپښين پر ۱۲ بجو پای ته ورسېد.
لاریون پر داسې مهال کېږي ، چې د طالبانو په برید کې د افغان سرتیرو وژل په پراخ ډول پر ټولنیزې شبکې فیسبوک کې هم په کلکه غندل شوي او وژل شوي سرتیري د افغانستان او افغانانو رښیتني ساتونکي بلل شوي دي.

د دې ترڅنګ د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم خپل افغان سیال حامد کرزي ته په ټیلیفوني خبرو کې پر دغې وژنې خواشينې څرګنده کړې او د افغان وژل شوو سرتېرو له کورنیو سره یې په دغه ویر کې ځان شریک بللی دی. پر طالب رژیم د امریکا تر برید وروسته، په یوه وار د دومره افغان سرتېرو وژل، پر افغان ځواک د وسله والو طالبانو یو لوی ګوزار بلل کیږي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG