د لاس رسي وړ اتصالات

لوبغاړي او محصلین د سولې سفیران دي


په بنګله دیش کې درې افغان محصلې د کرکټ ملي ټیم مینه والې

په بنګله دیش کې درې افغان محصلې د کرکټ ملي ټیم مینه والې

میترا حسیني، مریم علیزاده او هوسۍ بارکزی وايي افغان لوبغاړي او په بهر کې افغان محصلین د سولې سفیران او د خپل هیواد استازي دي.

د دوی په وینا دا دواړه قشرونه په خپل جلال او کمال نړۍ ته ښيي چې افغان ځوانان او پیغلې هر یو پخپل ځای د وطن د ښه نوم دپاره کار او فکر کوي او هدف ېې د یو خوشاله او سوکاله افغانستان رامنځ ته کیدل دي.

هوسۍ بارکزی د هلمند نه او میترا حسیني او مریم علیزاده د غزني نه د بنګله دیش چټاګانګ ایشین پوهنتون ته زدکړو دپاره راغلي دي.

خو د وطن نه لرې د وطن مینه ېې لا هغسې ژوندۍ ده او هرچرته چې د وطن نوم اوري نو ځان وررسوي.

همدا مینه وه چې دوي د چټاګانګ نه ډاکې پورې د اتو ساعتو مزل هم ستړي نه کړل او د کرکټ ملي ټیم ملاتړ ته راورسیدې.

میتراحسیني وايي چې دوي چې کله خبر شول چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم بنګله دیش ته راځي نو دوي ډیرې خوشاله شوې او فیصله ېې وکړه چې ډاکې ته به ځي.

مریم علیزاده ډیر ارمان لره چې د خپل کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي له نیږدې نه وویني او هغه ارمان دلته پوره شو او د پاکستان سره د کرکټ لوبه کې تر اخره ېې د خپلو لوبغاړو ملاتړ کاوه او ملي بیرغ سره ورته ولاړې وې.

هوسۍ بارکزی وايي چې دوي خپلو اتلانو ته دا ښودل غوښتل چې که افغانې نجونې د کرکټ کولو امکان نه لري خو دومره خو کولی شي چې د خپلو اتلانو ملاتړ ته راشي.

هوسۍ وايي چې د بنګله دیش په پوهنتونو کې ډیر افغان ځوانان هم درسونه وايي خو افسوس چې هغوي د خپل ملي ټیم دپاره میدان کې ښکاره نشول.
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.

XS
SM
MD
LG