د لاس رسي وړ اتصالات

د لوګر په چاودنه کې یوولس تنه وژل شوي دي


ارشیف
ارشیف

د لوګر د ننني سهار چاودنې څلور ملکي وګړي، شپږ پاکستاني اتباع او درې نور افغانان چې د افغان دولت وسله وال مخالفین ول وژلي دي.

چاودنه د یوه موټر په واسطه شوې، چاودیدونکي مواد پکې ځای په ځای شوي وو.

دا چاودنه د لوګر د مرکز پل علم په اړوندې سیمې د بابوسو د نیازیو د کلا په سیمه کې شوې ده، د چاودنې وخت د نن یکشنبې د سهار پنځه بجې ښودل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، موټر له چاودیدونکو توکو سخت ډک وو، چې د یوه کور په دننه کې یې مواد چاودیدلي دي، ددغه کور ترڅنګ په بل کور کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم پکې وژل شوي دي.

دین محمد درویش وویل :

‪"‬موټر کې ډېر مواد ځای په ځای شوي وو، نه شو ویلی چې څنګه موټر وو، د موټر پرخچې په سلګونو متره لرې غورځېدلي دي.‪"‬

پاکستاني اتباع

د لوګر والي ویاند وايي، د بابوسو د نیازیو د کلا په چاودنه کې شپږ پاکستان تبعه وژل شوي دي، پاکستاني تبعه د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین دي، دا څرګنده نده چې د طالبانو او که د نورو ترهګریزو شبکو غړي ول.

خو ددغو شپږو پاکستاني اتباعو د وژل کیدلو تر څنګ چې افغان امنیتي ځواکونه یې ترهګر بولي، درې نور افغانان هم په مړو کې شامل دي، چې د لوګر والي ویاند یې د همدې ډلې مربوط ګڼي چې دا ټول د خپلو چاودیدونکو موادو ښکار شوي دي.

په لوګر کې منابع وايي، همدغو کسانو غوښته دا چاودیدونکي مواد حساس ځایو ته د چاودنې لپاره و لېږدوي.

تر اوسه وسلوالو مخالفانو په دی هکله څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG