د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان نجونو د کرکټ لوبډلې اعتراضه لاریون


د افغان نجونو د کرکټ د لوبډلې اعتراضیه مظاهره

د افغان نجونو د کرکټ د لوبډلې اعتراضیه مظاهره

د افغانستان د نجونو د کرکټ د لوبډلې څو تنه پخوانۍ غړې وايي که چیرې یې غوښتنې ونه منل شي نو تر راتلونکو دوه ورځو به په خوراکي اعتصاب لاس پورې کړي.

دغو نجونو نن په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې د افغانستان د کرکټ بورډ پر چارواکو باندې نیوکه او دا ادعا وکړه چې په فساد کې لاس لري او د دوی حق یې تر پښو لاندی کړی دی.

دیانا بارکزۍ چې پخوا د نجونو د کرکټ د پراختیايي چارو مسوله وه وايي چې د کرکت بورډ مشر چې د جمهور رئیس سلاکار وزیر هم دی، دوی یې ګواښلي او د کرکټ لوبې ته یې نه پریږدي.

د هغې په وینا له پنځو کلنو راپدې خوا د نجونو د کرکټ لوبډله یې جوړه کړې ده خو د افغانستان د کرکټ بورد لخوا یې ملاتړ نه کیږي او پنځه ځلې افغان نجونې بهرنیو سیالیو ته دعوت شوي وې چې سفرونه یې په روغ لاس لغوه شوي دي.

دیانا بارکزۍ وايي « د افغانستان نوم ورته هیڅ ارزښت نه لري یوازې تجارت، تشکلیل او د درواغو ستراتیژي لري او د افغانستان خلک غولوي چې موږ د ستراتیژۍ له مخې مخکې ځو، آیا ستراتیژي همداسې وي چې ښځه له بورډ نه بهر ولاړه وي او تاسې دننه ناست یاست!»

خو د افغانستان کرکټ بورډ د دیانا بارکزۍ د ټولو خبرو په ردولو سره وايي چې نوموړې ته یې وخت ورکړی و چې د دوه زره او څوارلسم کال پراختیايي پلان جوړ کړي چې پکې پاتې راغلې او هغه یې له خپلې دندې ګوښه کړې ده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسول فرید هوتک وايي چې د افغانستان کرکټ بورډ هیڅ د نجونو د کرکټ ملي لوبډله نه لري او په پام کې لري چې په ټول افغانستان کې د نجونو له ارزونې وروسته ملي لوبډله جوړه کړي.

فرید هوتک وايي « دا چې کلنۍ ارزیابي کیدله او په کلنۍ ارزیابي هغې ونه شو کړای چې ځان پاس کړي یا خپل کارونه موږ ته ښکار کړي نو له هماغې وجې څخه د افغانستان کرکت بورد ورته ځواب ورکړ او منفکه یې کړه. دا پوست موږ اعلان کړی ترڅو ددې پرځای، مناسبه ښځینه پیدا کړو.»

شاوخوا پنځه کاله کیږي چې په افغانستان کې د نجونو د کرکټ د لوبډلې د جوړولو هڅې پیل شوي، خو تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ د نجونو د ملي لوبډلې په جوړولو بریالی شوی نه دی.

دا په داسې حال کې دي چې د کرکټ له نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې د نجونو د کرکټ د لوبډلې شتون یو اصل بلل کیږي.
XS
SM
MD
LG