د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا غواړي له اوکراین سره یو میلیارد ډالر مرسته وکړي


جان کېري کیف ته رسیدلی
جان کېري کیف ته رسیدلی
جان کېري د سه شنبې په ورځ کیف ته ورسید او د اوکراین له حکومت څخه د ملاتړ په هدف یې د یو لړ اقتصادي او تخنیکي همکاریو ژمنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن سه شنبې کیف ته ورسید او د اوکراین د حکومت څخه د ملاتړ په هدف یې د یو لړ اقتصادي او تخنیکي همکاریو ژمنې وکړې.

یو جگپوړي امریکايي چارواکي د ښاغلي کېري د سفر په ترڅ کې خبریالانو ته وویل د جمهور رئیس اوباما حکومت به له کانگرس څخه وغواړي چې اوکراین ته یو ملیارد ډالر پور ورکړي.

په داسې حال کې چې د تورې بحیرې د کریمیا ټاپو وزمی نژدې په بشپړه توگه د روسي ځواکونو تر کنترول لاندې دی، امریکایي چارواکي وایي مسکو ښایي له یو لړ بندیزونو سره مخامخ شي.

ښاغلی جان کېري وایي « زما په اند ډیر امکان لري چې د روانې اونۍ په پای کې به د بندیزونو په هکله یو خوزښت رامنځ ته شي، او مختلف ډول بندیزونه په پام کې دي.»

امریکا تیره اونۍ یوه ډله اقتصادپوهان اوکرائن ته لیږلي چې د هغه هیواد د بد مالي او بانکي سیستم د بیرته رغیدو سره کمک وکړي چې د درې میاشتنیو مظاهرو په لړ کې بی نظمه او حتی دیوالي کیدو ته نژدی شوی.ټ

د امریکا حکومت دا ژمنه هم وکړه چې په اوکراین کې د می د میاشتی د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره یوه ډله امریکايي تخنیکي ماهران د اوکراین د ټاکنو د کمیسون سره لوژستیکي او تخنیکي همکاري وکړي.

ښاغلی کېري به د کیف نه پاریس او روم ته سفرونه ولري او هلته به د اروپايي مشرانو سره په اوکراین کې د روسیې د پوځي مداخلې د احتمالي دوام په وړاندې په نویو اقداماتو خبرې وکړي.
بلخوا د رپوټونو له مخې څلور روسي کشتیو د کریمیا سیمې د سیواستوپول په بندر کې د اوکراین د سمندري بیړیو مخه نیولی ده.

دا په داسې حال کې دي چې دوه نورو روسي کشتیو د سه شنبې په ورځ د ترکیې له باسفوروس جهیل نه د کریمیا په لور حرکت کړی دی.

د اوکراین سرپرست جمهور رئیس اولیکساندر تورچینوف ولس ته په تلویزوني وینا کې وویل چې پوځي قوماندانان او ځواکونه یې دیته چمتو دي چې د خپلو کشتیو او د خپل هیواد اوکراین نه دفاع وکړي.

په دې ترڅ کې په ملگرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چرکین بیا د اوکرائن د گوښه شوي روسي پلوه جمهور رئیس ویکتور یانوکوویچ هغه اعلامیه ولوسته چې د مسکو د پوځي مداخلې غوښتنه یې کړی. اعلامیه کې ویل شوي چې مداخله د اوکراین د سولې اوثبات لپاره اړینه وه.


امریکا غواړي له اوکراین سره یو میلیارد ډالر مرسته وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:34 0:00
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین هم ویلي دي چې په اوکراین کې غیر قانوني کودتاگانی وشوې او گوښه کړل شوی مشر ویکتور یانوکوویچ د بې واکه کیدو سره سره یو مشروع مشر دی.

پوتین خبریالانو ته وویل، سمدستي په کریمیا سیمه کې د ځواک د استعمال اړتیا نشته، خو روسیه دا حق لري چې د یو وروستي امکان په توگه له ځواک څخه کار واخلي.

کریمیا د تورې بحیرې یو ټاپو وزمی دی چې روسیه ورسره په خپلې لیرې ختیځه څنډه کې سرحد لري.

دا سیمه په ١٩٥۴ م کال کې د پخواني شوروي د مشر نیکیتا خروشچوف لخوا د اوکراین په قلمرو کې شامله شوه او تر ١٩٩١ کال د شوروي د ړنگیدو پورې د اوکراین یوه برخه وه.
XS
SM
MD
LG