د لاس رسي وړ اتصالات

د قیوم کرزي او د زلمي رسول ترمنځ انتخاباتي اتحاد


قیوم کرزی
قیوم کرزی

په داسې حال کې چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري ریاست د نوماندانو انتخاباتي مبارزې دویمې میاشتې ته ننوتې دي د جمهوري ریاست څوکۍ ته کاندید قیوم کرزي له بل کاندید زلمي رسول سره انتخاباتي اتحاد وکړ.

د قیوم کرزي د کمپاین غړي احمد فرزان امریکا غږ ته وویل چې دوی له خپلو ملاتړو سره تر خبرو اترو وروسته دې پریکړې ته ورسیدل چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ برنامې تر ډیره یو شان دي نو سره یې اتحاد وکړ.

ځیني رپوټونه وايي‌ چې د قیوم کرزي او زلمي رسول په یو ځای کیدو کې افغان جمهور ریس حامد کرزي هم له دواړو غوښتي وو چې سره یو ځای شي خو د قیوم کرزي دفتر وايي ‌چې د ملي زعیم غوښتنه دا وه چې دیموکراسي په افغانستان کې نوې ده نو په داسې حساس وخت کې نه غواړي چې دده پر ځای ورور ته واک پریږدي.

احمد فرزان وايي دلته د څوکیو د ویش مسایل نشته او موږ به د یو ټیم په شان کار کوو.

که څه هم نږدې درې اونۍ مخکې د دواړو نوماندانو د یو ځای کیدو لپاره د بیلابیلو ولایتونو څخه د ۱۷۰ تنو جرګه مارو لخوا هڅې پیل شوې وې ، خو پرته له دې چې کومه پایله ولري دغې جرګې د خپلو هڅو ناکامي د تیرې جمعې په ورځ اعلان کړه.

په پیل کې د جرګې ځینو غړو وویل چې قیوم کرزی حاضر شوی چې له خپلې کاندیداتورۍ لاس واخلي خو وروسته قیوم کرزي په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې له خپلې نوماندۍ تیر شوی نه دی.

د رپوټونو له مخې تیر ځل قیوم کرزي او زلمي رسول سره سلا شوي وو ،‌ خو د انتخاباتي دفتر د مشرۍ پر سره پایلې ته نه وو رسیدلي.

دا لومړی ځل دی چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د جمهوري‌ ریاست د انتخاباتو لپاره دوه تنه کاندیدان سره اتحاد کوي په داسې حال کې چې له دې وړاندې دوه تنه نورو کاندیدانو ګل آغا شیرزي او هدایت امین ارسلا ترمنځ د انتخاباتي همکاریو موافقه هم شوې وه.

XS
SM
MD
LG