د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ټاکنې د علي جلالي او طیب جواد له نظره


د افغانستان ټولټاکنې د علي احمد جلالي او سید طیب جواد له نظره

د افغانستان ټولټاکنې د علي احمد جلالي او سید طیب جواد له نظره

په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر سید طیب جواد وایي فکر نه کوي چې د ولسمشر کرزي فشار دې د هغه د ورور قیم کرزي په تیریدنه کې غوڅ رول لوبولی وي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي چې د اشرف غني احمد زي څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړی د آشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل ښاغلی قیوم کرزی لومړی د اشرف غني د پلویانو په ډله کې و.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جمهوری ریاست او ولایتي شوراگانو ټاکنو ته یواځې یوه میاشت پاتی ده انتخاباتي سیالۍ زور اخیستی.

د افغانستان جمهوري ریاست ته د نوماندانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ ورځ په ورځ گرمیږي او د ډول ډول فشارونو په نتیجه کې انتخاباتي ایتلافونه رامنځ ته کیږي.

ددې لړۍ یو له لومړیو ایتلافونو څخه د قیوم کرزي او ځلمي رسول انتخاباتي پیوستون دی چې په ترڅ کې یې عبدالقیوم کرزي د خپل ټیم سره یوځای د زلمي رسول څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.


بلخوا د راتلونکو ټولټاکنو د روڼوالي او د هیواد د امنیتي وضیعت په اړه چې پر انتخاباتو باندې مستقیم تاثیر لري، یو لړ اندیښنې هم موجودې دي.

د افغانستان د انتخاباتو د بهیر په اړوند د آشنا تلویزیون له دوو افغان سیاسي کارپوهانو د کورنیو چارو پخواني وزیر او په امریکا کې د حربی پوهنتون استاد علي احمد جلالي او په واشنگټن کې د افغانستان پخواني سفیر سید طیب جواد سره خبرې کړي دي.

دواړو میلمنو یو لړ پوښتنو ته د ځواب ویلو په ترڅ کې دې پوښتنې ته هم ځواب ویلی چې آیا د ولسمشر حامد کرزي له ملاتړ پرته د کوم نوماند د بریالیتوب امکان شته که نه؟

راځئ چې دا مرکه سره دلته په گډه ووینو او وارو.
XS
SM
MD
LG