د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کی دماین چاودنی د نازیانو ولسوال وژلې دی


جلال اباد کی د نننۍ چاودنی ځای
جلال اباد کی د نننۍ چاودنی ځای
د جلال اباد په ښار کی د شنبې په ورځ دماین یوې چاودنی دننګرهار ولایت د نازیانو ولسوال وژلې او شپږ تنه نور یې ټپیان کړي دي،ځایی چارواکی وایي چې دغه ماین له وړاندی دولسوال دسپرلۍ په موټر کی ایښودل شوی و.

ځایي چارواکي وایي چې دغه چاودنه له غرمې مخکې په نهه بجو هغه مهال وشوه چې دننګرهار ولایت دنازیانو دولسوال موټر دجلال اباد ښار دپوهنتون روغتون مخې ته پرغځیدلي واټ دتیریدو په حال کې و.

دننګرهارولايت مرستيال محمد حنیف ګردیوال دپیښې په ځای کې امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل په چاودنه کې دنازیانو ولسوال نوراغا کامران وژل شوی او دهغه دیو ساتونکی په ګډون شپږ تنه چې دده په وینا له نوموړي سره په موټر کې سپاره و ټپیان شویدي.

ګرديوال وویل مقناطیسي ماین له وړاندې دولسوال په موټر کې دده تر څوکۍ لاندې ایښودل شوی و اوکله چی نوموړی ددندې پر لور له خپله کوره ووت له پیښې سره مخ شو.

ګردیوال دغه راز وویل چې دپیښې په تړاو څوک ندي نیول شوي خو په وینا یې چې امنیتي ادارو ته یې دپیښې د عاملینو دموندلو او نیولو جدي سپارښتنه کړې ده.

دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وایي چې په پېښه کې د ولسوال د يو ساتونکي په ګډون شپږ کسه زخميان شوي دي.

بلخوا په جلال اباد کې د ننګرهار د مرکزي روغتون ريس ډاکټر همايون زهير وایي له چاودنې ورته یو جسد او شپږ تنه ټپیان وروړل شوي چې په وینا یې دټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

طالبانو ددې پیښې مسوليت پرغاړه اخيستى.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې یوه بیان کې ویلي چې د یوې تاکتیکي چاودنې په ترڅ کې یې د نازیانو ولسوال او د هغه دوه ساتوونکي وژلي دي.

په کابل کې دسيمه يزو ارګانونو ادارې دنازيانو د ولسوال نور اغا کامران وژنه په کلکو ټکو غندلې او دايې دملت دښمنانو کار بللى دى.

په خبرپاڼه کې ددې ادارې دمشر عبدالخالق فراهي له قوله ويل شوي چې دنازيانو وژل شوى ولسوال په خپلو کارونو کې بريالى او خپل ولس ته ژمن و.

نور اغا کامران له شاوخوا پينځو کالو راهيسې دننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې دولسوال په توګه دنده تر سره کړې چې له شاوخوا يو کال راهيسې دنازيانو ولسوال وه.

په وروستیو میاشتو کې په نازیانو کې د ولسې خلکو او طالبانو ترمنځ څو ځله نښتې شوي دي چې د ننګرهار سمیه ایزو چارواکو د وینا له مخې پکې د افغان طالبانو تر څنګ په زیات شمیر پاکستاني طالبانو هم برخه لرله.

بلخوا په ولسې جرګه کې د ننګرهار د خلکو یو استازی انجینر عبدالغفار هم نن مازیګر پاوکم درې بجې د جلال اباد ښارد بهسودو د پله په سمیه کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې ټپي شوي دي.

دننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن مازیګر پاوکم درې بجې د جلال اباد ښارد بهسودو د پله په سمیه کې کله چې انجینر عبدالغفارد بهسودو په ولسوالۍ کې د خپل کور خواته روان وو،چې موټر یې د سړک د غاړې په ماین اوخوت چې له امله يې انجینر عبدالغفار او دهغه ډرایور سرسرې ټپیان شول.

تراوسه په انجینر عبدالغفار باندې د دی برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG