د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې یو بهرنی خبریال وژل شوی


ارشیف
ارشیف
افغان امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د سویډن هیواد یو اوسیدونکی د کابل په لسمه حوزه کې د نامعلومه وسله والو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې نن سه شنبه له غرمې مخکې یولس بجې او پنځلس دقیقې د لسمې حوزې د وزیر اکبرخان مینې کې د سویډن هیواد اوسیدونکی چې یوې سویډني خبرې شبکې ته یې کار کاوه د نامعلومه وسله والو کسان لخوا پرې ډزې شوي چې روغتون ته تر لیږدول کیدو وروسته یې د سختو ټپونو له امله هلته ساه ورکړې ده.

د ستانکزي په وینا پولیسو په دې هکله جدي څیړنې پیل کړي خو تر اوسه نامعلومه نه ده چې دغه خبریال د چا لخوا وژل شوی دي.

ستانکزی وايي چې دغه خبریال سره د هغه یو افغان ژباړونکی هم مل وو ،، خو هغه ته په دغه پیښه کې زیان نه دی رسیدلی.

ځینو رسنیو ددغه وژل شوي خبریال نوم نیلس هارنر ښودلی او ویلي دي چې هارنرد سویډن یوې خبري شبکې ته کار کوه.

تراوسه کومې ډلې یا کس ددغه خبریال د وژل کیدو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.


دا پیښه د کابل ښار په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې چې د امنیتي ځواکونو لخوا یې کلک امنیت ساتل کیږي، رامنځ ته شوې ده.

دا پیښه په داسې حال کې شوي چې نن په کابل کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د ښخوولو لپاره په ټول ښار کې سخت امنیتي ترتیبات نیول شوي دي او د کابل ښار په ګوټ‌ ګوټ کې په زیات شمیر امنیتي ځواکونه په دنده ګمارل شوي دي.
XS
SM
MD
LG