د لاس رسي وړ اتصالات

مارشال قسیم فهیم خاورو ته وسپارل شو


په ارګ کې د مارشال فهیم د جنازې لمونځ
په ارګ کې د مارشال فهیم د جنازې لمونځ
په ارګ کې د جنازې د لمانځه د ادا کولو وروسته نن ماسپښین سه شنبه د مارشال محمد قسیم فهیم مړې د کابل د بادام باغ د غونډۍ په سر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د هغه په زرګونو پلویانو په کې برخه اخېستې خاورو ته وسپارل شو.

تر تدفین مخکې د ارګ په ماڼۍ کې جمهور رئيس حامد کرزي، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د هغه د جهاد او له طالبانو سره د جګړې د دوران ملګرو د جنازې لمونځ اداء کړ.

د مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې او د تدفین د تیاريو د کمیسیون د ترتیباتو له مخې نن د هغه جسد لومړی د ملي دفاع وزارت ته یو وړل شو، له هغه ځایه بیا د توپ واسطه تابوت یې د ارګ سلام خانې ته ولېږدول شو.

په سلام خانه ماڼۍ د جنازې د لمونځ ترڅنګ په افغانستان کې میشتو بهرنیو ډيپلوماټانو د هغه تابوت ته خاص احترامات هم وړاندې کړل.

د ارګ له ماڼۍ د مارشال محمد قسیم فهیم تابوت د دوهمې جنازې لمانځه لپاره د باداغ باغ فارم ته ولېږدول شو، هلته د هغه د دوهم ځل جنازه د هغه د خپلوانو او ګوندي ملګرو واخېسته.

پداسې حال کې چې په زرګونو تنه د مارشال پلویان د بادام باغ په غونډۍ کې حاضر ول، د جمهوري ریاست مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم خاورو ته وسپارل شو، د مارشال فهیم د جسد د تدفین په مهال د هغه د قبر په سر چورلکو هم دورې وهلې، امنیتي ځواکونو د احترام لپاره د توپ ډزې هم وکړې.

په ارګ کې د مراسمو په مهال جمهور رئيس کرزي، مارشال قسیم فهیم د تېرو دوولسو کلونو خپل نېږدې دوست او ملګری وګاڼه وې ویل چې د افغانستان په تړاوو دوی دواړو ګډ نظر درلود.

جمهور رئيس وویل :

‪"‬ددې خاورې په ټولو برخلیک ټاکوونکو قضایاوو کې، څه په کور دننه او څه هم په بهرنیو اړیکو کې، په ټوله معنی زما همکار او هم لاری وو.‪"‬

د مارشال قسیم فهیم ځوی عقیل فهیم خپل پلار د سولې او ملي یووالي مخکښ وګاڼه.


د مارشال قسیم فهیم ځوی عقیل فهیم وویل :

‪"‬زه د مرحوم پلار د ارزوګانو چې هماغه سوله، په هیواد کې دایمي ثبات او د ملي یووالي ټینګښت دی، د خلکو د حقوقو ساتل او د شفافو او سالمو ټاکنو، او د نظام د بنسټونو مزبوتول دي یو وار بیا تائید کوم.‪"‬

د جهاد یوه مشر عبد رب الرسول سیاف امریکا غږ ته وویل چې د مارشال فهیم مړینه نه یوازې د هغه جهادي ملګرو ته ضایعه ده بلکې نه شتون به یې په اوضاع هم تاثیر ولري.

مارشال قسیم فهیم د یکشنې په ورځ په خپل کور کارته پروان کې د ناروغۍ له امله مړ شوی وو، خو چارواکو ویل چې د مراسمو د ترتیبولو لپاره یې دوه ورځې تدفین ځنډولی وو.

سبا چهارشنبه به د مارشال قسیم فهیم دعاء واخېستل شي.
XS
SM
MD
LG