د لاس رسي وړ اتصالات

«د دفاع وزارت دفاعي پوهنتون دې د مارشال فهیم په نوم شي»


افغان سرتیري

افغان سرتیري

د مارشال محمد قسیم فهیم د ښخولو او فاتحې د مراسمو لپاره جوړ شوي کمیسیون پشنهاد کړی چې د دفاع وزارت دفاعي پوهنتون دې د مارشال محمد قسیم فهیم په نوم شي.

تر دې مخکې د کابل د ښونې او روزنې پوهنتون د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر برهان الدین رباني په نوم ونومول شو، چې له تاوتریخوالي ډګ غبرګونه ورسره مله ول.

په افغانستان کې داسې رسمي، تاریخي او تعلیمي ځایونه به ډېر وي چې د ځینو اشخاصو او افرادو په نومونو نومول شوي شوي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه کار باید د کومو معیارونو له مخې وشي؟
افغان سرتیري

افغان سرتیري


د ولسي جرګې استازې ساهره شریف، دا د علومي د اګاډمۍ او له څو وزارتونو جوړې د یوې ګډې کميټې کار بولي، چې په خبره یې په تېرو روژیمونو کې هم یوې ورته کمېټې دغه کار کاوه.

مېرمن شریف له افغان حکومته هم وغوښتل چې باید د همداسې یوې کمېټې پر جوړولو فکر وکړي، دې پر دا ډول ځایونو د سیاسي اشخاصو د نومونو اېښودل د ولسمشر او د هغه د کابېنې له صلاحیتونو ورپورته وبلل:

« باید د اطلاعاتو او کلتور، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو او دغه راز دعلومي اګاډمۍ له غړو یوه کمېټه جوړه شي چې، سیاسي، تاریخي، علمي او فرهنګي ځایونه د اشخاصو او افرادو په نوم کړي، هاغسې چې د پوهنتون یو استاد ترفیع کوي او د ترفیع لپاره شرایط لري چې څو کتابونه ولري، څومره کنفرانسونه ولري، څومره سیمینارونه ولري، د استادۍ څومره تجربې ولري، باید پر هر ځای د اشخاصو د نومونو د اېښودولو لپاره هم یو ډول شرایط موجود وي .»

د ځینو نورو په باور په ملي او تاریخي ځایونو د افغانستان د تېرو لسیزو جګړو کې د ښکیلو څېرو د نومونو اېښودل، ښايي د ټول ولس لپاره د منلو نه وي.

افغان لیکوال نظر محمد مطمین چې په همدې تړاو یې یوه لیکنه هم کړې وايي : « باید پر یو تاریخ، علمي او فرهنګي ځای د کوم شخص د نوم د اېښودلو په برخه کې صلیقوي چلند ونشي، کمونستانو، تر هغو پخوا حکومتونو او طالبانو دغه ځایونه پر خپل حال پرېښي او باید همداسې پاتې شي چې خپل پخواني ارزښت له ځانه سره ولري.»

تېر کال کله چې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د، سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني په نوم کېده، سلګونو محصلینو او ځینو سیاسي کړیو یې پر وړاندې مخالفت وکړ چې له تاوتریخوالي ډګ یو لړ لاریونونه یې هم له ځانه سره لرل.

عبدالاحمد محمدیار چې د محصلینو د مظاهرو یو ګډونوال و،په دې باور دی چې پر دا ډول ځایونو د لانجمنو سیاسي څېرو د نومونو اېښودنه، په ټولنه کې سیاسي او قومي ستونزې ټوکوي « موږ هغه وخت هم په همدغه موخه اعتراض کړی و او اوس یې هم کوو چې، باید پر علمي، او نورو مهمو او تاریخي ځایونو د ځینو متنازعه او لانجمنو څېرو نومونه کېنښودل شي، ځکه چې دغه څېرې ښايي د یوې ډلې لپاره د منلو وي خو د هېواد د نور اکثریت لپاره نه وي » .

ښايي افغانستان او په خاص ډول کابل کې داسې یو شمېر تاریخي، رسمي، او تعلیمي ځایونه ويچې د ځینو جهادي، سیاسي، فرهنګي او علمي سټو په نومونو نومول شوي وي.

د دې ترڅنګ د داسې څلور لارو او سړکونو کمی هم نشته چې، د یو لړ نورو شخصیتونو په نومونو وي، په کابل ښار کې د عبدالحق او احمد شاه مسعود څلور لارې يې ښې بېلګې دي، خو د هېواد په شمالي ښار مزار کې بیا یوه سړک د هغو ایراني ډیپلوماتونو په نوم هم نومول شوی چې، طالبانو په خپل پېر کې د دغه ښار د نیولو پر مهال وژلي و.

خو افغان حکوت ټېنګار کوي چې پر ځینو ځایونو د اوسنیو افغان سیاستوالو او جهادي څېرو د نومونو اېښودل د هغو کارونو او د حکومت په باور ولس ته یې د خدمت کولو د درناوي او یاد ساتلو په موخه شوي دي.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

XS
SM
MD
LG