د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې د ګوزڼ ضد درې کمپاینران وژل شوي


د واکسین یوه ډله ماشومانو ته د واکسین څاڅکي په خوله اچوي
د واکسین یوه ډله ماشومانو ته د واکسین څاڅکي په خوله اچوي
د افغانستان په سویلي ولایت هلمند کې د سړک غاړې ماین یوې چاودنې د ګوزڼ ضد درې کمپاین کوونکي وژلي دي . له دغې پېښې وروسته اوس دغلته د ګوزڼ په وړاندي د واکسین د کمپاین اړه یو لړ اندېښني را ولاړي شوي .

دا تر اورزګان وروسته د واکسین د کار کونکو د وژل کیدو دوهمه پېښه ده چي د هېواد په سویل کې کي رامنځ ته کیږي

د هلمند ولایت چارواکي اندېښنه لري چې ښايي د یادو شو وکمپاینرانو له وژل کېدو وروسته د دغه ولایت په ځینو کې سیمه کې د ګوزڼ ضد کمپاین ټکنی او ځنډنی شي .

د واکسین یوه ډله ماشومانو ته د واکسین کولو پر مهال
د واکسین یوه ډله ماشومانو ته د واکسین کولو پر مهال


د هلمند په څلورو شمالي ولسوالیو کجکي ، موسی کلا ، نوزاد او سنګین کي تازه د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندي د واکسین کمپاین پیل شوی .

د سې شنبې په ماښام له دندي د بیرته ستنیدو پروخت په سنګین ولسوالۍ کي د سړک د غاړي ماین چاودنه کي د واکسین درې کارکونکي چي پلار او دوه زامن وو ، ووژل شول .

د هلمند د عامي روغتیا مرستیال ډاکتر رحمت الله امریکا غږ ته وويل چي د واکسین د کمپاینرانو په مټ او رغنده هڅو په هلمند کي کال پر کال د ګوزڼ پېښې کمې شوي دي،او سږکال خو بېخي هیڅ يوه پېښه موندل شوې نه ده .

نوموړي اندېښنه وښوده چې ښايي نورو لېرو پرتو سیمو ته د واکسین کمپاین کونکي تګ ته زړه ښه نکړي :« موږ له تیري ورځي راهیسی د هلمند په شمالي برخه کي د ایم ، ای ، ډي په نوم د واکسین کمپاین را پیل کړی او زموږ دغه وژل شوي واکسیناتوران هم د دندي پروخت د سړک د غاړي په ماین چاونه کي وژل شوي ، دغه ډول پېښي پر کمپاین ډیر بده اغیزه کوي او شاید په راتلونکي کي زموږ د واکسین پر کمپاین دا ډیره بده اغیزه وکړي» .

د سړک دغاړي ماینونو د ژوندانه د نورو چارو تر څنګ ، د بشري مرستو په برخه کي هم ستر خنډ بلل کیږي . که څه هم په ظاهره دافغان حکومت د وسله والو مخالفینو له لوري د اېښودل شویو ماینونو اصلي موخه افغان او نړیوال قواووي بلل کیږي خو ، د ډیرو سیمه اييزو اوسیدونکو په باور چي لویه برخه یې قربانیان يې غیري نظامیان دي .

څه باندې یوه میاشت مخکي د هلمند په ګاونډ اروزګان کي هم د واکسین دوه تنه کارکونکي له دندي څخه د راستنېدو پر وخت وژل شوي وو .

په سویل کي د روغتیا مسئولین وايي چي د دوی خدمتونه د ټولو لپاره دي ، او په جګړه کي له ښکېلو خواوو غواړي چي د دوی د روغتیايي خدمتونو ، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي هڅي له ځنډ او خنډ سره مخ نکړي .
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG