د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي په کندهار ولایت کې یې هدف ته تر رسېدو د مخه یې د یوه ډله ځانمرګي برید ګرې وژلي دي .
برید په سویلي ولایت کندهار کې د ملي امنیت د پر یوې څانګې شوی چې د ملي امنیت د چارواکو په خبره، بریدګر خپل هدف ته نه دي رسیدلي او د یوې لنډې جګړې په ترڅ کې چې شاوخوا شل دقېقې وې، ووژل شول .
افغان چارواکي وايي په برید کې د ملي امنیت یو کارکوونکی هم ژول شوی دی .
پېښه د چهارشنبې (۱۲/۳/۲۰۱۴) په سهار رامنځ ته شوې ده.د کندهار د والي د دفتر ریس پروېز نجیب امریکا غږ ته وویل :
« دریو ځانمرګو برید کوونکوح غوښتل چې د ملي د ملي امنيت د ریاست اړوند د استوګنې یوې سیمې ته ننوځي، خو خپل هدف ته تر رسېدو د مخه د ملي امنیت د ساتونکو له لوري په ډزو وژل شوي دي. )
بلخوا د افغان حکومت ضد وسله والو مخالفینو د برید مسئولیت منلی او وايي چي برید د ملي امنیت د څېړنو او پلټنو پر یوه مرکز کړی دی ، دوی خپل مخالف لوري ته د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو دعوه کړې ده .