د لاس رسي وړ اتصالات

خوستیان د رایو اچونو کارتونو د وېش ډېر مرکزونه غواړي


د خوست ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د رايو اچونو د کارتونو په اخيستلو کې له ستونزو سره مخامخ دي داسې چې د کارتونو د وېش مرکز يو دی او کارت اخیستونکي سلګونو تنو ته رسیږي .

د خوست ولايت ګڼ شمېر خلک، چې غواړي، د رايو اچونو کارتونه واخلي، وايي، چې د ټاکنو د دفتر په دروازه کې په ساعتونو انتظار ولاړ وي، د زياتې ګڼې ګوڼې او د کارتونو د وېش د کمو محلونو له امله کارتونه یا ژر ترلاسه کولی نشي او یا یې هم کرۍ ورځ پر کارت اخیستلو تېریږي .

Afghanistan Election
Afghanistan Election


عبدالحنان د قلندر ولسوالۍ يو سپين ږيری دی. هغه امريکا غږ ته وويل، چې سهار وختي په کتار کې ولاړ دی او فکر نه کوي، چې په دا دومره ګڼه ګوڼه کې د ماسپېښين تر يوې بجې پورې نوبت ور ورسېږي.

ده وویل « تاسو يې په خپله وينئ، چې دلته څومره خلک ولاړ دي، دا ټول له مشکلاتو سره مخامخ دي. موږ دا غواړو، چې محلونه موږ ته زيات کړي او مشکل مو حل کړي. که دا همداسې روان وي، نو زيات خلک د کارتونو څخه پاتې کېږي .»

د انتخاباتي مبارزو له پیل سره سم هره ورځ په خوست کې د ټاکنو د دفتر په دروازه کې د کارتونو د اخيستلو په تمه د يو شمېر ښځو په ګډون له دوو څخه نیولې تر څلورو سوو پورې کسان په اوږدو کتارونو کې د کارت اخیستلو په تمه ولاړ وي .

د دغه ولايت د تڼيو ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي عبدالرحمان امريکا غږ ته وويل، نن يې درېمه ورځ ده، چې د کارت اخيستو په موخه د ټاکنو دفتر ته مراجعه کوي، خو تر اوسه ندی بريالی شوی، چې کارت واخلي:

« پرون هم راغلی وم، هغه بله ورځ هم راغلی وم او نن بيا راغلم، خو کارت نشم اخيستلی. دا دوه يا درې سوه کسان ولاړ دي، کارتونه نه ورکول کېږي. موږ دا غواړو، چې د کارتونو د توزيع مرکزونه زيات کړي.»

محمد ايوب د د دې ولايت د مندوزيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې په ښار کې ټکسي پيکپ موټر چلوي. هغه وايي، سره له دې، چې د کاروبار په پرېښودو ډېر تاوان کوي، خو بيا هم د کارت اخيستلو لپاره راغلی دی.

هغه زياته کړه، څلور ساعته يې په کتار کې په ولاړو انتظار وکړ، خو کارت يې وانخيستلی شو. هغه د ټاکنو له دفتره وغوښتل، چې د کارتونو د توزيع ځينې نور محلونه هم پرانيزي:

«درې يا څلور ساعته دلته ولاړ يم. زه په خپله ټکسي پيکپ موټر چلوم، چې هلته ولاړ دی. زه درې زره روپۍ د ورځې ګټم، خو اوس دلته راغلی يم. امکان نلري، چې تر دوولس بجو پورې کارت واخلم .»

اوسمهال د خوست د ټاکنو په دفتر کې د کارتونو د وېش يوازې يو مرکز، چې دوه محلونه لري، کار کوي، خو د دغه دفتر مشر محمد شفيق وفا امريکا غږ ته وويل، چې يو بل محل يې هم پرانستی دی.
نوموړي زياته کړه، چې پر دې سربېره يې بيا هم د انتخاباتو له مرکزي دفتره غوښتنه کړې، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره ځينې نور محلونه هم پرانيزي :

« د خلکو غوښتنې زياتې دي، خلک په زياته اندازه په کتارونو کې ولاړ وي. موږ به بيا هم له مرکزي دفتر سره تماس ونيسو او د يوه بل محل غوښتنه به هم وکړو . »

د معلوماتو له مخې تر دې مهال په خوست کې تر نوي زره زياتو کسانو په ټاکنو کې د برخې اخيستلو لپاره نوم ليکنه کړې ده، چې نږدې ۴۵ فيصده يې ښځې جوړوي.
XS
SM
MD
LG