د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي دفاع وزارت نهه منصبداران له کار ګوښه کړي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي هغه نهه افغان لوړ پوړي منصبداران یې له دندو ګوښه او نظامي څارنوالۍ ته ورپېژندلي چې د کونړ سرګاڼو ولسوالۍ کې پر افغان سرتېرو د وسله والو طالبانو د برید په ممکنه مخنیوي کې یې غفلت او ناغیړي کړې ده .

د دفاع وزارت وایي د کونړ ولایت د سرګاڼو ولسوالۍ په پیښه کې ۲۱ افغان سرتېري ووژل شوي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت په خپرې شوې اعلاميي کې، له دندو ګوښه کړل شوي پوځي چارواکي تورن شوي چې، د افغان پوځ پر پوستې د طالبانو د برید په تړاوو ورسېدليو مخکنيو کشفي راپورونو ته پام نه دی کړی .

د اعلاميي له مخې یادو شوو چارواکو ته ویل شوي و، چې د افغان سرتېرو په پوسته کې څلور عسکر له وسله والو طالبانو سره لاس او پر پوستې د برید پلان لري، خو دغو چارواکو ورته هومره ارزښت نه دی ورکړی .

د دغو نهو لوړپوړیو پوځي چارواکو نومونه اخیستل شوي نه دي خو ، ویل شوي چې په دوی کې له جنرال نیولې تر بریدمن پورې پوځیان شامل دي .

د افغان سرتېرو څلور ملګري له طالبانو سره لاس او اړیکه لره
د افغان سرتېرو څلور ملګري له طالبانو سره لاس او اړیکه لره
شاوخوا درې اونۍ وړاندې لسګونه وسله والو طالبانو د ختیځ ولایت کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر پوستې یو برید کې ۲۱ افغان سرتیري ووژل، او شپږ نور یې له ځان سره ژوندي بوتلل .

د افغانستان د دفاع وزارت وايي په بوتلل شویو شپږو سرتېرو کې یې څلور له طالبانو سره لاس درلود او دوه نور یې د جګړې په ډګر کې د وسله والو طالبانو له پاتې شویو مړیو سره تبادله او خوشې شول.

تبادله شویو سرتېرو په مرکز اسد اباد کې خبریالانو ته پرې د شوي برید او له طالبانو سره د خپلو څلورو ملګرو د اړیکو لرلو په اړه معلومات ورکړل .

سرتېرو وویل چې دوی لا له وړاندې پر خپلو ملګرو خبر و چې، له طالبانو سره لاس لري او خپل اړوند لوړپوړي چارواکي یې هم خبر کړي و ، خو چا یې پر خبرو غوږ هم و نه ګراوه.

د افغانستان د دفاع وزارت په خپلې اعلاميي کې ویلي نه دي چې، له دندو ګوښه شوي او پوځي محکمې ته پېژندل شوي چارواکي به له کومې سزا سره مخامخ شي .

د افغان پوځ په لیکو کې د وسله والو طالبانو او یا د هغوی تر نفوذ لاندې کسانو شتوالی، افغان پوځ او بهرنیو سرتېرو ته یو لوی سرخوږی بلل کیږي .

په تېرو شاوخوا دریو کلونو کې د افغان پوځ په لیکو کې د همدا ډول کسانو په لاس ښايي لسګونه افغان او بهرني سرتېري وژل شوي او ژوبل شوي وي ، سره له دې چې د افغانستان د دفاع وزارت ټېنګار کوي چې د پوځ لیکو ته یې د نویو جذب کېدونکو لپاره شرایط کلک او سخت کړي، خو داسې ښکاري چې دغه ستونزه لا هم پر خپل حال پاتې ده .

افغان پوځ ته په یوه وار د سر د زیان اړولو له اړخه، دا په تېرې څه باندې یوې لسېزې کې د وسله والو طالبانو تر ټولو خونړی برید بلل کیږي . دغه برید کور د ننه د ځینو سیاسي کړیو، په ټولنیزو شبکو کې د عادي افغانانو او یو شمېر بهرنیو بنسټونو له لورې په کلکه وغندل شو.

د برید پر ضد په کابل کې یو لاریون هم وشو ، لاریون کوونکي د پاکستان د سفارت مخې ته ورټول او پر پاکستان یې غږ وکړ چې د وسله والو طالبانو له (ملاتړه ) لاس واخلي .

افغان چارواکي وايي چې برید له پولې اغاړې تنظیم شوی او د بهرنیو هېوادونو لاس په کې و.
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG