د لاس رسي وړ اتصالات

ملي شورا ته د ولسمشر کرزي وروستۍ رسمي وینا


جمهور رئيس کرزي د پارلمان په نننۍ غونډه کې

جمهور رئيس کرزي د پارلمان په نننۍ غونډه کې

جمهور رئيس حامد کرزي، نن شنبه د ملي شورا د شپاړسمې دورې څلورم تقنیني کال پرانسته، او په پرانسته کې یې وویل چې د اساسي قانون تعدیل ته اړتیا ده.

جمهور رئيس حامد کرزي د پارلمان د پرانستې په غونډه کې وویل چې د تېرو لسو کلونو تجربو ورته ښودلې چې اساسي قانون اصلاحاتو او تعدیلاتو ته اړتیا لري.

جمهور رئيس وویل، دا تعدیلات باید د ښه نظام په راوستو او د اتباعو د حقوقو ازادي خوندي کړي او له ۱۴۹ مادې پرته ټول مواد یې تعدیل کېدای شي.

‪"‬زه بشپړ یقین لرم، چې د افغانستان خلک او زمونږ د هیواد اینده مشران، به د اساسي قانون له تعدیل سره په خورا دقت او لازم حساسیت برخورد وکړي.‪"‬

ټاکنې

جمهور رئیس له بهرنیانو وغوښتل چې په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي.

‪"‬ټولو بهرنیو هیوادونو ته چې د نورو په ټاکنو کې لاسوهنو ته تمایل لري، اخطار ورکوم چې د افغانستان په ټاکنو کې له هر ډول لاسوهنو ډډه وکړي، دا یې په خیر دی.‪"‬

جمهور رئيس د ټاکنو د خپلواک او ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیونونو وغوښتل چې د دوی استقلالیت اینده ثبات تضمینوي، جمهور رئيس وویل حکومت کمزوری دی او په ټاکنو کې د مداخلې وس نه لري، ترڅنګ یې دا هم وویل که حکومت لاسوهنه کوي نو د ټولو لپاره لاسوهنه ده، هر کاندید په حکومت کې خپل خلک لري.

پاکستان

جمهور رئيس د سولې په راوستو کې یو وار بیا د امریکا او پاکستان د ونډې یادونه وکړه، جمهور رئيس وویل هغه طالبان چې سولې ته لیواله دي یا نیول کیږي او یا هم وژل کیږي، که څه هم په زغرده جمهور رئيس د کوم هیواد نوم وانخیست چې د سولې پلوه طالبان پکې نیول کیږي او یا وژل کیږي.

خو جمهور رئيس د طالبانو د یوه پخواني غړي ملا معتصم اغاء جان سره د افغان حکومت د سولې د هڅو د یادونې په مهال وویل چې له دغو هڅو وروسته هغه طالبان چې سولې ته لیواله وو لیدل شوي چې وژل شوي دي.

جمهور رئيس وویل پاکستان نن هم هڅه کوي چې افغانستان د ځان تابع کړي.

‪"‬د شوروي له حملې تر ننه کوښښ پدې شوی چې افغانستان د پاکستان مطیع وي، داسې افغانستان وي چې د پاکستان د سیاست تر اثر لاندې وي، د پاکستان مشرانو ولیدل چې دا ممکنه نده، افغانستان چې شوروي، امریکا او انګلیس ته تسلیم نه شو بل هیڅ چاته نه تسلیمیږي.‪"‬

جمهور رئيس له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو لپاره د سولې په شرط یو وار بیا ټینګار وکړ، جمهور رئیس په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د زندان لرلو د لړۍ له پای ته رسولو هم خوښي وښوده.

‪"‬هیڅ بهرنی هیواد دا حق نه لري چې په افغانستان کې زندان ولري، هیوادوالو خوښ یم، چې د بهرنیو د اعمالو دا ډول لړۍ ته د پای ټکی کېږدو، افغانستان له دې خلاص شو.‪"‬

دا پارلمان ته د جمهور رئيس په توګه د ولسمشر کرزي وروستۍ ویناء ده، ولسي جرګې او مشرانو جرګې جمهور رئیس وستایه
XS
SM
MD
LG