د لاس رسي وړ اتصالات

د کریمیا خلکو د روسیې سره د یوځای کیدو پریکړه وکړه


د کریمیا په رفرنډم کې د خلکو ونډه د ۷۵ فیصدو نه تر ۸۰ فیصدو پورې ښودل شوېده.
د کریمیا په رفرنډم کې د خلکو ونډه د ۷۵ فیصدو نه تر ۸۰ فیصدو پورې ښودل شوېده.
د اوکراین د کریمیا په سیمې کې د انتخاباتو چارواکي وايي چې د دغه ټاپووزمې ۹۵ فیصده رایې اچوونکو د روسیې سره د کریمیا د یوځای کیدو په طرفدارۍ رایې ورکړې دي.

په کریمیا کې د رفرنډم نتایج د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان شول. په رفرنډم کې د خلکو ونډه د ۷۵ فیصدو نه تر ۸۰ فیصدو پورې ښودل شوېده.

د کریمیا مسکو پلوه مشر سرګي اکسیونوف اعلان کړی دی چې د دوشنبې په ورځ به د روسیې د فدراسیون سره د یوځای کیدو لپاره به په رسمې توګه غوښتنه وکړي.

په کیف کې د اوکراین موقت صدراعظم، ارسينې يڅينيوک د خپلې کابینې بیړنۍ غونډه راغوښتې وه. هغه وویل چې په کریمیا کې رفرنډم، د توپک په زور وشو او یوه ډرامه وه.

د رفرنډم یا ټولپوښتنې نه لږ ورسته، سپینې مانۍ، په یو خپور شوي بیان کې، د کریمیا رفرنډم رد کړ. په دغه بیان کې راغلي دي چې نړیواله ټولنه به د کریمیا د رفرنډم نتایج په رسمیت و نه پيژني. په بیان کې دا خبره هم شوې ده چې روسیې په سیمې کې پوځي مداخله کړې چې په نتیجې کې یې دغه رفرنډم د تشدد او ویرې په فضا کې ترسره شو.

د کریمیا رفرنډم

د کریمیا صدارعظم وايی چې د پرونۍ رفرنډم ابتداییه نتایج ښيي چې ۹۳ فیصده رایه اچونکو د روسیې سره د کریمیا د یو ځای کیدو په طرفدارۍ رایې ورکړې دي.

خو د چارو یو شمیر کارپوهان وايي چې د دغه رفرنډم نتیجه، دوه میاشتې مخکې، چې روسې او د روسیې طرفدارو ځواکونو د سیمې کنټرول په لاس کې واخیست، معلومه وه.

مخالفینو دغه رایه اچونه د شرم وړ اقدام بللی دی، خو یو شمیر کسانو، چې پکښې د پاخه عمر خلک راځي، وايي چې د مسکو سره یو ځای کیدل په دې مانا ده چې د دوی امیدونه به پوره شي.

یوه روسې ښځه چې د کریمیا په رفرنډم کې یې رایه اچولې وايي: «۲۳ کاله کیږي، ما مه په ژړا کوی.» د کریمیا د پارلمان غړی، ولادمیر کایلچینکوف د دغې ښځې سره موافق دی.

ښاغلی کایلچینکوف وايي: «خلګ د دې فرصت لري چې د خپل راتلونکي په اړه او د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه فیصله وکړي. دغه د خوشحالي ځای دی او د دیموکراسۍ لمانځنه ده.»

په مرکزي سېم فېروپول کې د روسیې نه راغلو هنرمندانو بیا د رایه ورکوونکو د خوشحالۍ لپاره کنسرتونه جوړ کړي وو.

د تاتارانو د بخچیساري په ښارګوتي کې د رایې اچونې په یو مرکز کې یوه ماموره وايي چې د خلکو حضور په رفرنډم کې ښه و، خو دغې مامورې دا هم وویل چې د څلورو تاتارانو نه یوازې یوه یې په رفرنډم کې رایه اچولې ده.

که څه هم تاتاران او په خټه اوکراینیان د رفرنډم سره مخالفت درلودی، خو د رایې ورکولو په جریان کې د کومې لویې پيښې خبر نه دی ورکړل شوی.

خو اختلافات شته، د کریمیا یو تاتر، اروین رستمویچ د روسیې سره د کریمیا یو ځای کیدل ردوي.

اروین رستمویچ وویل: «خلګ په دې نه پوهیږي چې دوی به خپلې ژمنې ترسره کړي. هوښیار سړی په دې پوهیږي. هیڅ شی مفت نه وي. هلته څوک زموږ په قصه کې هم نه دي.»

د امریکا ځواب

سپینه ماڼۍ وايي چې د اوکراین د کریمیا په سیمې کې د یکشبنې د ورځې رفرنډم نه مني.

د اوکراین نوي حکومت، اروپايي اتحادیې او امریکا دغه ټولپوښتنه یا رفرنډم رد کړی او غیر قانوني یې بللی دی. د سپینې ماڼۍ سلاکار، ډېن فایفر د ان بي سي د تلویزوني شبکې سره په مرکې کې وویل:

ښاغلي فایفر وویل: «امریکا به د رفرنډم نتایج و نه مني. موږ د خپلو نړیوالو ملګرو سره، په تیره بیا د اروپایانو سره، د روسیې خلاف [د اقداماتو په اړه] کار کوو. تر څو په روسیې باندې، د بندیزونو په شکل، فشار ډیر کړو. نو د دې تمه شته چې په راتلونکو ورځو شپو کې بندیزونه ولګول شي.»

فایفر وايي چې د امریکا لومړیتوب دا دی چې د اوکراین سره، په ټولو ډګرونو کې، مرسته وکړي.

د امریکا د کانګرس غړی، مایک راجرز د سي بي اس د تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل چې په روسیې باندې اقتصادي فشار راوستل شي او روسیه باید په کریمیا کې د خپلو اعمالو بیه ادا کړي.

دیموکرات سناتور کرس مورفي څو ورځې وړاندې اوکراین ته تللی و. هغه د اي بي سي تلویزون ته وویل چې د روسیې د نور پرمختګ سره به د اوکراین خلک مقامت وکړي.

د امریکا د مشرانو جرګه به راتلونکې اوونۍ ته د اوکراین سره د مرستې او د مسکو خلاف د یو لر اقداماتو د پلان په سر رایه ګیري وکړي. د امریکا ولسي جرګې د روانې اوونۍ په پیل کې همدغسې یو پلان تصویب کړ
XS
SM
MD
LG