د لاس رسي وړ اتصالات

په میمنه کې ننني ځانمرګي لږترلږه ۱۵ملکیان وژلي دي


ارشیف
ارشیف
د فاریاب ولایت چارواکي وایي چې ددغه ولایت په مرکز کې د سه شنبې د ورځې ځانمرګي برید کې چې د خلکو دګڼې ګونې په بازار کې ترسره شوی لږ ترلږه ۱۵ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي او د ۲۷ تنو نه زیات په کې ټپیان شوي دي.

د فاریاب ولایت والي محمد الله بتاش امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې بریدکوونکی د میمني د بازار په هفه سیمه کې په زرنج ریکشا کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي مواد چولي چې اکثره په کې هغه کسان په غریبۍ بوخت اوسې چې په ولاړه سودا خرڅوي.

والي محمد الله بتاش وویل چې د پیښې ټول قربانیان ملکي کسان دي چې په ښار کې په سودا اخستلو او پلورولو بوخت وو.

بتاش وویل چې کیدای شي چې د مړو او ټپیانو شمیر نور هم زیات شي او دا ځکه چې ځینو کسانو خپل ټپیان پځپله د پیښې له ځایه اوچت کړي او روغتونو ته یې رسولي دي.

د فاریاب ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې ځانمرګي بریدکوونکي غوښتل چې د میمني په ښارکې د کابل بانک د یوې څانګې مخې ته د چاودیدونکو موادو ډکه خپله زرنج ریکشا وچوي خو هغه هدف ته د رسیدلو دمخه چاودیدونکو موادو ته چادونه ورکړه.

تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخستی.

د افغا نستان جمهوررئیس حامدکرزي دا برید په کلکه غندلې دی د ارګ نه یو خپور شوي بیان کې دا ډول بریدونه د هغو مزدورو عناصرو کاربللې دی چې د ارګ د بیان له مخې د پردیو د ناوړو اهدافو لپاره مسلمانان وژني او په افغانستان کې نا امني رامنځته کوي.
XS
SM
MD
LG