د لاس رسي وړ اتصالات

طنین:د امنیتي تړون په هکله مو دریز ندی بدل شوی


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي ظاهر طنین اشنا راډيوته په مرکې کې د نورو خبرو ترڅنگ وويل " څرنګه چې مونږ د لیږد بهیر بشپړ کړ او افغان حکومت ټول مسولیتونه په خپل لاس کې واخلي ، بیا مونږ په راتلونکو کلونوکې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په نورمال کیدو فکر کوو او د اوسنې ځانگړي حالت نه وځو."

ښاغلي طنين د افغانستان او امريکې تر منځ د امنيتی تړون په هکله وويل: "افغانستان غواړي د نړيوالې ټولنې سره دوستي اوهمکاري ولري . زه مطمئن يم چې افغان حکومت د مشورتی لویي جرگې د پريکړواو د جمهور ريس حامد کرزي دوړاندې شويو شرايطو عملې کيدو په صورت کې به تړون لاسليک کړي، پدې هکله د افغانستان په موقف اوموضع کې کوم بدلون نه دې راغلې."

ښاغلي طنین زیاته کړه چې د ملګرو متلونو په خپل منځ او نړیوالو مرستندویه ادارو تر منځ د مرستو په برخه کې همغږي د افغانستان لپاره ډیر اهمیت لري.
په ملگروملتو کې د افغانستان ددايمي استازي ظاهر طنين سره داشنا راډيو د همکارې نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدائ شئ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG