د لاس رسي وړ اتصالات

له بګرام زندان نه ۵۵ نور بندیان خوشې شول


 بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو د کمېټې چارواکي
بګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو د کمېټې چارواکي

د بګرام د زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو د کمېټې چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ یې له دغه زندان نه ۵۵ نور بندیان خوشې کړي دي.

ددې کمېټې رئیس عبدالکریم قانت او د کمېټې غړی عبدالشکور دادرس په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په خوشې شویو بندیانو کې هغه څلوېښت بندیان هم شامل دي چې برېطانوي ځواکونو نېولي وو او د تېر عیسیوي کال په وروستیو کې یې افغان حکومت ته سپارلي وو.

عبدالشکور دادرس وویل چې، پاتې پنځلس نور بندیان د هلمند بهر په نورو ولایتونو کې د نړیوالو ځواکونو له خوا نېول شوي وو.

د بګرام د زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو دا کمېټه جمهور رئیس حامد کرزي د یوه فرمان له مخې ددې کال د اسد په میاشت کې د بندیانو په دوسیو باندې د بیا غور لپاره ګمارلې ده.

عبدالشکور دادرس و نه ویل چې بریطانوي ځواکونو څومره افغان بندیان افغان ځواکونو ته سپارلي دي خو زیاته یې کړه چې دغې کمېټې تر اوسه د برېطانوي ځواکونو له خوا افغان چارواکو ته د سپارل شويو بندیانو له ډلې د ۸۳ بندیانو دوسيې څېړلي دي چې په ترڅ کې یې د ۳۹ بندیانو دوسيې د عدلي او قضايي تعقیب لپاره لويي څارنوالۍ ته سپارلي دي.


عبدالشکور دادرس وویل :

‪"‬لا هم مونږ د څېړلو لپاره دوسيي په لاس کې لرو، اته څلوېښت دوسيي به څېړو. کار پرې کوو داسې هم پکې دي چې کشفي ارګانونو ته مو محوله کړي دي.‪"‬

د بګرام د زندان د بندیانو د دوسیو د څېړلو کمېټه وايي په تېرو اوو میاشتو کې یې د بندیانو ۸۵۰ دوسيي څېړلي دي چې په ترڅ کې یې د نننۍ خوشې شویو بندیانو سربیره ۶۵۰ بندیان پخوا خوشې کړي دي.

دې کمېټې پداسې حال کې نن ۵۵ زندانیان خوشې کړي دي، چې تر دې وړاندې د کابل او واشنګټن ترمنځ د زندانیانو د خوشې کولو په سر څو وارې د ځینو بندیانو په سر سخت غبرګونونه ښودل شوي دي، امریکا ویلي وو چې د بګرام په زندان کې داسې زندانیان شته چې د دوی ګټو ته ګواښ دي
XS
SM
MD
LG