د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ:امریکايي وکیلانو د امنیتي تړون سملاسي امضا کېدل وغوښتل


افغان ولسمشر کرزی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره

افغان ولسمشر کرزی له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د مارچ پر ۲۲ په ارګ کې د امریکا د کانګرس او سنا له ګډ پلاوي سره لیده کاته وکړل .

له واشنګټن څخه کابل ته د ورغلي امریکايي پلاوي مشري میرمن کیلي ایوت کوي.

د ارګ اعلامیه وايي، امریکایي پلاوي د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د ژر تر ژره لاسلیک کیدو د غوښتنې ترڅنګ د بګرام له زندان څخه د ځینو طالب بندیانو د خوشې کېدو پر موضوع د بیا کتنې غوښتنه هم وکړه.

خو خبرپاڼه وايي چې ښاغلي کرزي پر خپل پخواني دریځ بیا ټېنګار کړی دی او ویلي یې دي چې دغه تړون به تر هغه لاسلیک نکړي چې امریکا د سولې د پروسې او امنیت راستو په برخه کې پام وړ ګامونه نه وي اخیستي.

ولسمشر کرزي امریکايي پلاوي ته د بګرام د زندانیانو د خوشې کېدو په تړاو ویلي چې د افغانستان عدلي، قضايي او امنیتي څانګو د بندیانو د دوسیو له څېړنو وروسته او پر زندانیانو د لګیدلو تورونو په اړه د کره شواهدو د نشتوالي له مخې دغه پرېکړه کړې ده .

د کابل- واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون او له بګرام له زندان څخه د ځينو طالب بندیانو ازادېدل، هغه دوی موضوعګانې دي چې ظاهرآ یې د امریکا او افغانستان اړیکې څه ناڅه سړې کړي دي .

د امنیتي تړون په برخه کې د امریکا دریځ دا دی چې، دوی پر طالبانو واک نلري او د سولې خبرې اترې په خپله د افغانانو کار دی.

همدغه راز امریکا له بګرام څخه خوشې کېدونکي او ځیني خوشي شوي طالب بندیان د نړیوالو او افغان ځواکونو قاتلین بولي .
XS
SM
MD
LG