د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټاکنو د څار لپاره څه باندې ۱۰۰ زرو کسانو نوملیکنه کړې


کمیسیون وايي پام وړ شمېر ښځو هم د رایي اچونې کارتونه اخیستي
کمیسیون وايي پام وړ شمېر ښځو هم د رایي اچونې کارتونه اخیستي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، پر راتلونکو انتخاباتو د څار او نظارت لپاره تر دې دمه څه باندې ۱۰۰ زرو کورنیو او بهرنیو ناظرینو او مشاهدینو نوملیکنه کړې ده.

د ټاکنیز کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل چې دغه شمېره لا هم وروستۍ نه ده او ورځ تر بلې لوړیږي.

د دغو ناظرینو او مشاهدینو اصلي دنده پر انتخاباتي چارو څار او د هر ډول درغلیو د مخنيوي او په اړه یې غږ پورته کول دي . ناظران تر ډېره د کاندیدانو او سیاسي ډلو ټپلو استازي دي چې د ټاکنو پر ورځ د رایو اچونو په مرکزونو کې دغه بهیر څاري.

د رايي اچونې پاڼه
د رايي اچونې پاڼه
مشاهدان بیا تر ډېره پر تاکنیزو چارو د نړیوالو ټولنو د څار اړوند کسان دي چې، پر ټول انتخاباتي بهیر څار او نظر ساتي، په دغه بهیر کې درغلۍ او شکایتونه ثبتوي، بیا یې په اړه راپور چمتو کوي له رسنیو او نور اړوندو ادارو سره یې شریکوي .
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې باور دی چې، د لسګونه زرو ناظرینو او مشاهدینو شتوالی شفافو او عادلانه ټاکنو ته لار هوارولی شي .
د کمیسیون ویاند نور محمد نور امریکا غږ ته وویل:
« هره ورځ د بیلا بیلو سیاسي ډلو، کاندیدانو، نړیوالو ټولنو او مطبوعاتو زرګونه کسان او غړي کمیسیون ته مراجعه کوي چې، د ناظر او مشاهد په توګه نوملیکنه وکړي ، تر دې دمه شاوخوا ۱۰۵۰۰۰ کسانو له موږ سره نوملیکنه کړې ده چې دغه بهیر لا هم روان دی .»

نوموړي زیاته کړه چې پرکورنیو ناظرینو سربېره ۱۲ نړیوالو ټولنو لکه اروپايي اتحاديي، د سارک سیمه اییز سازمان،د ډیموکراسۍ ملي انسټیټوټ او داسې نورو سازمانونو چې، په نورو هېوادونو کې هم پر ټاکنیزو چارو څار کوي، د ټاکنو له خپلواک کمیسون سره نوملیکنه کړې ده.

ښاغلي نور وویل د ناظرانو او مشاهدانو د نوملیکنې بهیر به د انتخاباتو له ټاکلې نېټې یوه اونۍ وړاندې پای ته ورسیږي .په غې ډله کې رسنۍ هم راځي چې د ښاغلي نور په خبره تر دې دمه د ۴۰ بهرنیو رسنیو استازو هم له دوی سره خپل نومونه لیکلي کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې شاوخوا درې سوه زره ناظرانو او مشاهدانو پر ټاکنو څار درلود چې د نوموړي په خبره په راتلونکو ټاکنو کې به هم په همدومره شمېر ناظران او مشاهدان له دوی سره راجستر شي .

په پام کې ده د راتلونکې اپریل په پنځمه نېټه د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شي، چې پنځه کاندیدان به له یو بل سره په کې سیالي کوي .

د هېواد په ډېرو برخو کې د امنیت نشتوالی او په ټاکنو کې ممکنه درغلۍ د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې دوه لويي ننګونې بلل کېږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG