د لاس رسي وړ اتصالات

په کونړ کې د نوي کابل بانک پر څانګې بريد


ارشیف
ارشیف
په بريد کې۳ ځانمرګي بريدکوونکي او ۵ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۴ تنه نور چې ډېرى يې د نوي کابل بانک کارکوونکي دي ټپیان شوي دي.

د کونړ امنيې قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخېل اشنا راډيو ته وويل چې پېښه د سه شنبې په ورځ غرمه شاوخوا يوولس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې درې کسه ځانمرګي بريدګر د خپلو وسلو سره په اسعداباد ښار کې د نوي کابل بانک پر ودانۍ ننوتل.

جنرال سيدخېل وويل چې د سيمې وضعيت اوس بېرته عادي حالت ته ګرځېدلى او د وژل شوو جسدونه يې روغتون ته لېږدولي دي.

امنيه قوماندان وايي چې د نوي کابل بانک په دې مرکزي څانګه کې د ملکي وګړو ترڅنګ افغان امنيتي ځواکونو ته هم مياشتنۍ تنخواوې ورکول کېږي چې په همدې دليل ځانمرګو دغه څانګه هدف ګرځولې ده.

په کونړ کې روغتيايي چارواکي وايي چې له پېښې څخه پينځه جسده او ديارلس زخميان روغتون ته انتقال شوي دي.

د کونړ عامې روغتيا روغتون د نرسنګ مدير مطيع الله صافى وايي چې له دې پېښې څخه درې جسده دولتي روغتون ته، يو شخصي روغتون ته او يو بل جسد يې امنيې قوماندانۍ ته لېږدولى دى.

ده وويل چې يوولس تنه زخميان دولتى روغتون ته او دوه نور هم په اسعداباد کې شخصي روغتون ته انتقال شوي دي.

ډاکټر صافي د زخميانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.

هغه وويل چې په زخميانو کې ډېرى د نوي کابل بانک کارکوونکي دي او ملکي وګړي او پوليس هم په کې شامل دي.

ددې پېښې مسوليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

د پېښې په تړاو په جلال آباد ښار کې هم د نوي کابل بانک څانگه د خلکو پرمخ تړل شوي ده.
XS
SM
MD
LG