د لاس رسي وړ اتصالات

قانوني د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه تائید شو


د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني
د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني
ولسي جرګې په خپله نننۍ غونډه کې په علني ډول د رایو په اکثریت سره محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په توګه تائید کړ.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي، نن له غرمې مخکې محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت د نوماند په توګه ولسي جرګې ته ور معرفي کړ.

جمهوررئیس په خپله وینا کې وویل، د مارشال محمد قسیم فهیم له مړینې وروسته د هېواد د درې ګونو قواوو له مشرانو، جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د ټاکل کېدو لپاره له سلا مشورو وروسته پر محترم محمد یونس قانوي باندې هوکړه وشوه او له هغه څخه ملاتړ وشو.

حامد کرزي وویل « زه محترم محمد یونس قانوني د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مقام لپاره د شرایطو لرونکی وطن دوست شخصیت ګڼم چې د ښې تجربې خاوند هم دی د هېواد د اساسي قانون د ۶۸ مادې د حکم پر اساس نوموړی د جمهوررئیس د لومړي مرستیال په توګه پیشنهادوم.»

ښاغلي کرزي زیاته کړه « زه ښاغلي قانوني د جهاد له دوران څخه پیژنم چې هم یې د جهاد او هم یې په دولتي مسوولیتونوکې تل له ځانه عالي مدیریتي وړتیا ښودلې ده.»

جمهور رئیس په هېواد کې را روانو حالاتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې زموږ هېواد د یوې سترې آزموینې په درشل کې دی، د امنیت په فضا کې د آزادو او رڼو انتخاباتو ترسره کېدل په څو راتلونکو ورځو کې زموږ له مهمو دندو څخه ګڼل کیږي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان په تاریخ کې به دا لومړی ځل وي چې د هېواد د اساسي قانون د حکم له مخې سیاسي واک د افغانستان د خلکو د ارادې پر بنسټ له یو منتخب جمهوررئیس څخه بل منتخب جمهوررئیس ته ولیږدول شي.

ورپسې محمد یونس قانوني په خپلو خبرو کې په ده باندې د جمهوررئیس او د ولسي جرګې له باور څخه مننه وکړه، وې ویل چې د یوه افغان او د افغانستان د یوه تبعه په توګه به د جمهوررئیس حامدکرزي او د جمهوري ریاست د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي ترڅنګ ودریږي او د افغانستان د خلکو د روا غوښتنو د ترسره کېدو لپاره به له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي.

ده، وویل چې د افغانستان د ملي یووالي لپاره هغه دندې چې موږ ته اساسي قانون را سپارلي دي د جمهوررئیس ترڅنګ به یې ترسره کړم.

قانوني وویل « د سیاسي واک لیږد، د رڼو او عادلانه انتخاباتو ترسره کېدل په افغانستان کې یوه ستره آزموینه ده چې د افغانستان د دولت او ستر ملت پر وړاندې قرار لري، هیله لرم چې موږ وکولای شو له اړوند انتخاباتي کیمیسونونو سره د رڼو، عادلانه او مستقلانه انتخاباتو په ترسره کېدو کې مرسته وکړو.»
XS
SM
MD
LG