د لاس رسي وړ اتصالات

سردار نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه تېر شو


 په کابل کې د سردار نادر نعیم او ډاکټر رسول غونډه
په کابل کې د سردار نادر نعیم او ډاکټر رسول غونډه
د جمهوري ریاست یو کاندید سردار محمد نادر نعیم د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له یو بل کاندید ډاکټر زلمي رسول څخه د چهارشنبې په ورځ خپل ملاتړ اعلان کړ او له خپلې کاندیداتورۍ څخه د هغه په ګټه رسما تېر شو.

سردار محمد نادر نعیم د ټاکنیز کمپاین څخه د لاس اخیستو په مراسمو کې وویل چې دا پرېکړه یې د قومي مشرانو او د یوې جرګې د پرېکړو په اساس کړې ده.

سردار محمد نادر نعیم له زلمي رسول نه د ملاتړ په مهال وویل چې ځکه له هغه سره یوځای شوی چې له دوو لسیزو یې پېژني او ترڅنګ یې د زلمي رسول ټیم د ملي یووالي ټیم گڼي.

د جمهوري ریاست بل کاندید زلمي رسول بیا دده په ګټه د سردار محمد نعیم له تېرېدلو هرکلی وکړ او وې ویل چې د هغه دا ملاتړ دده ټاکنیز ټیم پیاوړی کوي.

زلمي رسول وویل، د سردار محمد نادر نعیم یوځای کېدل دده د ټیم لویه بریا ده.

سردار محمد نادر نعیم د پخواني ولسمشر محمد داودخان او پخواني پاچا ظاهر شاه د کورنۍ غړی دی او زلمي رسول هم د پخواني پاچا ظاهر شاه سره نېږدې پاته شوی دی چې ددغو دواړو یو ځای کېدلو وړاندوینه لا دمخه کېده.

تر دې وړاندې قیوم کرزی د جمهور رئيس حامد کرزي مشر ورور د زلمي رسول په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شوی وو.

قیوم کرزي هم په مراسمو کې برخه درلوده او دا هڅه یې وستایله
XS
SM
MD
LG