د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فټبال د ملي ټیم لوبغاړي اعلان شول


تیم ملی فتبال افغانستان

تیم ملی فتبال افغانستان

د افغانستان د فټبال فدراسیون د هیواد د فټبال د ملي لوبډلې د غړو نومونه چې د قرغزستان د ملي ټیم په وړاندې به لوبه وکړي اعلان کړل.

د فټبال د ملي ټیم مشر مربي محمد یوسف کارگر د ٢٣ لوبغاړو نومونه چې د قرغزستان د ټیم په وړاندې به دوستان لوبه وکړي، رسنیو ته څرگند کړل.

په دې ٢٣ کسیز لیست کې چې د پنجشنبې په ورځ اعلان شو د لومړي ځل لپاره شپږ نوي غړي د افغانستان د فټبال د ملي ټیم په جوړښت کې شامل شوي دي.

فیاض عزیزي، محمد محمدي، مسعود هاشمي، حمید سدید، فیصل شایسته او احمد ضمیر داوودي هغه لوبغاړي دي چې تازه ملي ټیم ته جذب شوي چې د قرغزستان د ملي ټیم په وړادنې به په لوبه برخه واخلي.

په دغه نوملړ کې یوه مهم بدلون د جرمني د هیواد څخه د ښاغلي اریک روته مولر نوم دی چې د ښاغلي کاگر تر څنگ به د ترینر د مرستندویه په توگه د افغانستان په ملي ټیم کې دنده ترسره کړي.

د افغانستان د فټبال د ملي ټیم او د فني کدر د غړو نومونه داسې ذکر شوي:

گولکیپران:
حمید الله یوسفزی
منصور فقیریار

د دفاعي لیکې لوبغاړي:
فرزاد عطایي
مقدر قاضي زاده
مجتبی فیض
جلال الدین شریعتیار
ضمیر داوودي
مسعود هاشمي
اسلام الدین امیري
مصطفی حدید

د منځنۍ لیکې لوبغاړي:
رفیع بارکزی
معروف محمدي
امرالدین شریفي
محمد محمدي
فیاض عزیزي
محمد یوسف مشرقي
احمد آرش هاتفي
مصطفی آزادزوی

د برید یا هجومي لیکې لوبغاړي:
حشمت الله بارکزی
سنجر احمدي
بلال آرزو
حمید سدید
فیصل شایسته

سرترینر: محمد یوسف کارگر
ترینر: اریک روته مولر
سرپرست: محمد فرید مولایي
تخنیکي مدیر: علي عسکر لعلي
د ټیم ډاکتر: بهرام صدیقي

د افغانستان د فټبال فدراسیون وایي د قرغزستان په وړاندې د افغانستان د ټیم د لوبې ځای او وخت به ژر اعلان شي.
XS
SM
MD
LG