د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو په کمیسیون برید د ۵ وسلوالو په وژلو پای ته ورسېد


افغان پولیس د ټاکنو د کمیسیون دفتر سره د برید په مهال
افغان پولیس د ټاکنو د کمیسیون دفتر سره د برید په مهال
د ټاکنو د کمیسیون په مرکزي دفتر د شنبې په ورځ شاوخوا په ۱۲:۳۰ بحو د پنځو وسلوالو برید د هغوی په وژل کیدلو په پنځه بجو او دېرشو دقیقو پای ته ورسېد، خو د ټاکنو کمیسیون وايي چې پنځه راکټ په کمیسیون هم لګېدلي دي چې ددغه کمیسیون دوه ګودامونه یې زيانمن کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر احمد یوسف نورستاني رسنیو ته ویلي چې د بریدګرو له لورې پدغه کمیسیون پنځه توغندي توغول شوي چې له امله یې ددغه کمیسیون د معلوماتو د موادو ډک دوه ګدامه سوځېدلي دي.

نورستاني ویلي چې په برید کې د کمیسیون کارکوونکو ته د سر زیان ندی رسېدلی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې برید په پنځو بجو او دېرشو دقیقو پای ته رسېدلی جې په کې د پنځو بریدکونکو د وژل کیدلو پرته بل چاته د سر زیان نه دی رسیدلې.

خو په سیمه کې د پیښې شاهدان وايي چې دوه پولیس یې په ټپي حالت کې لېدلي چې روغتون ته لیږدول کېدل.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې برید کوونکو د ښځو په جامو کې د کابل د پکتیا کوټ په سیمه کې د یوه ملکي وګړي حاجي محب کور ته ننوتي وو او له هغه ځایه یې هره خوا ډزې کولې.

طالبانو ددې برید مسؤلیت په غاړه اخېستې دی او ویاند یې د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو د وژنې ادعاء کړې ده.

د ټاکنو په کمیسیون دا برید پداسې ورځ کیږي، چې امنیتي چارواکو د ټاکنو کمیسیون ته د رايې ورکولو د مراکزو وروستی لست سپاره.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د یونما دفتر د نن ورځې برید غندلی دی او دا یې تایید کړې چي د دوي یوه ودانۍ هم د کوچنیو وسلو د برید هدف ګرځېدلې ده خو چا ته په کښی کوم زیان نه دی رسیدلی او ټول د ملګرو ملتونو کارمندان خوندي دي.

د یوناما سازمان په یوې خپرې شوې بیانیې کي د ملکي تاسیساتو پر ضد وروستی تشدد غندلی دی او ویلي یې دي چي د انتخاباتو د کمیسون مربوط ودانۍ او د هغوي کارمندان باید د قصدي حملو هدف و نه ګرځول شي.


دا په کابل کې له تېرو اتو ورځو راهېسې څلورم برید دی، تر دې وړاندې همدا تېره اوونۍ وسله والو مخالفینو د ټاکنو د کمیسیون د کابل په ساحوي دفتر هم برید کړی وو چې د ولایتي شورا د یوه نوماند په ګډون پنځه کسه پکې وژل شوي وو.

د جمعې د ورځې په ماذدیګر وسله والو یو میلمستون په نښه کړی وو.

دا برید د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ورځې یوه هفته دمخه شوي دی.
XS
SM
MD
LG