د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو ۶۰ زره نور عسکر د ټاکنو د امنیت لپاره ګمارلي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د چارواکو خبري کنفرانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د چارواکو خبري کنفرانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، له شپېتو زرو زیات نور عسکر یې د ټاکنو د امنیت لپاره په ۳۴ ولایتونو کې تازه ګمارلي دي.

د دفاع وزارت ویاند د ځمکنیو قواوو له قومندان سره یو ځای خبریالانو ته وویل، چې ملي اردو او په ټوله کې امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت لپاره پوره تیاري لري او د ګواښونه دفع کوی شي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل، په هر ولایت کې یې خاصې کومانډوي قطعې هم ځای په ځای کړي دي، چې د بیړني حالت ځواب ووايي او هرې پېښې ته غبرګون وښيي.

جنرال عظیمي وايي، دوی د ډېریو ولایتونو امنیتي ارزونه کړې ده او د ملي اردو ټول ځواکونه په تیارسۍ کې دي.

جنرال ظاهر عظیمي وویل :

‪"‬هیڅکله مونږ په دومره قدرت ټاکنو خواته نه وو تللي، د کمیت له پلوه ۳۵۲ زره د اردو او پولیسو قوت د ټاکنو امنیت ساتي، زمونږ کومانډوي ځواکونه زمونږ د شپې د عملیاتو اجراء کوونکي قوتونه دا ټول ځای په ځای شوي دي.‪"‬

د ملي دفاع وزارت د ځمکني قواوو قومندان جنرال مراد علي مراد بیا وویل، چې ملي اردو په ټاکنو کې بې طرفه ده او لا تر اوسه داسې شکایت ندی ورته رسېدلی چې د ملي اردو عسکر او یا هم قومندانانو د کوم کاندید په پلوي کمپاین کړی وي
XS
SM
MD
LG